د هرات ځايي مسوولان وایي، له اسلامکلا بندر څخه هره ورځ ۱۳۰۰ باروړونکي موټر تګراتګ کوي.
د هرات د اسلامکلا کمیسار حضرت زعیم آغا وایي، سره له دې چې ایران کې کړکېچ او جګړه روانه ده، د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو توکو د ترانزیټ او تګراتګ بهیر لا هم په عادي ډول دوام لري او تر اوسه پهکې کوم جدي خنډ نه دی رامنځته شوی.
هغه وویل، دامهال په اوسط ډول هره ورځ شاوخوا ۶۰۰ بار وړونکي موټر له افغانستانه ایران ته ځي او نږدې ۷۰۰ نور بار وړونکي موټر له همدې لارې هېواد ته داخلېږي.
اخوا، د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي وایي، هر هغه سوداګر چې د ایران د لارو د تړل کېدو په پلمه د توکو بیې په خپل سر لوړې کړي، له قانوني او جدي چلند سره به مخ شي.
هرات کې د ایران سرقونسل عليرضا مرحمتي هم وایي چې د جګړې له شرایطو سره سره، د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا هم دوام لري، خو د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري د ایران د ځینو سوداګریزو بندرونو په نښه کول کله ناکله د توکو د لېږد په بهیر کې ستونزې رامنځته کړي.