Asset 1SWN

سلام وطندار

له ایرانه د سوداګریزو توکو باروړونکی اورګاډی هرات ته ورسېد

اوسپنې پټلۍ- وسپنې پټلۍ- اورګاډی- رېل ګاډی

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، تېره شپه د سوداګریزو توکو یو باروړونکی اورګاډی د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ له لارې د هرات د روزنک تم‌ځای ته رسېدلی دی.

مجاهد نن جمعه، د کب ۱۵مه، په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه اورګاډي د سوداګریزو توکو ۳۷ واګنونه درلودل او د هرات–خواف د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو لېږد‌رالېږد په عادي ډول روان دی.

د هغه په خبره، یوازې پرون ورځ ټولټال ۹۴ واګن سوداګریز توکي د روزنک تم‌ځای ته رسېدلي دي. همداراز یو بل باروړونکی اورګاډی چې خوراکي توکي، ودانیز مواد او سون توکي یې لېږدول، هم دغه تم‌ځای ته رسېدلی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د اسلامي امارت ویاند زیاته کړې چې د ایران د اوسپنې پټلۍ د مسوولانو د معلوماتو له مخې، سلګونه نور واګنونه هم د ایران په خاوره کې د افغانستان پر لور روان دي او په عادي ډول به هېواد ته داخل شي.

مجاهد له سوداګرو غوښتي چې بې له معقول دلیل څخه د سوداګریزو توکو بیې لوړې نه‌کړي او ټینګار یې کړی چې د یادې اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو د لېږد په بهیر کې هېڅ ډول ځنډ نه دی رامنځته شوی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام