د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رییس نعیمالحق حقاني وایي، اسلامي امارت هېواد کې د رسنیو د فعالیت لپاره منظم میکانیزم لري او په وینا یې، که کومه دولتي اداره خبریالانو سره معلومات نهشريکوي، له دوی سره دې اړیکه ټينګه کړي.
حقاني له سلاموطندار سره په یوه مرکه ویلي، رسنۍ باید له هغو مطالبو د خپرولو ډډه وکړي چې د خلکو او حکومت لپاره زیانمن تمامېږي او په وینا یې، خپل فعالیتونه باید بېپري مخته یوسي.
نوموړي زیاته کړه: «اسلامي امارت د رسنیو، په ځانګړي ډول د راډیوګانو په اړه، یو روښانه او قوي میکانیزم لري؛ ځکه رسنۍ له پخوا راهیسې په ټولنه کې خپل مخاطبین او مینهوال لري.»
د نوموړي په وینا، رسنۍ د بااعتباره معلوماتي سرچینو په توګه مسوولیت لري چې د اوازو د مخنیوي لپاره خلکو ته کره او لومړني معلومات ورسوي.
هغه وویل: «کله چې کومه موضوع راپورته کېږي، رسنۍ ځان مکلف بولي چې له حکومتي ادرس څخه د موضوع رښتیا او دروغ وارزوي او وروسته یې له خلکو سره شریک کړي؛ هر څومره ژر چې معلومات خپاره شي، هماغومره د شایعاتو مخنیوي کې مرسته کوي.»
د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو د مرکز رییس د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې ځینې حکومتي ادارې له خبریالانو سره پر وخت معلومات نه شریکوي، وویل، خبریالان او د رسنیو مسوولان کولی شي خپلې ستونزې له یاد مرکز سره شریکې کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړه: «که کومه رسنۍ له یوه وزارت، یا خپلواکې ادارې سره د معلوماتو د شریکولو په برخه کې ځانګړې ستونزه ولري، کولای شي مرکز ته خبر ورکړي؛ موږ په یوه صمیمي فضا کې خبرې وکړو او د شکر ځای دی چې ډېری وخت دا هڅې پایله ورکړې ده.»
حقاني همداراز ټینګار وکړ چې د معلوماتو د لاسرسي د ښهوالي او د رسنیز کار د پرمختګ لپاره به په راتلونکي لمریز کال کې ځانګړي پروګرامونه عملي شي.
د هغه په خبره: «پر څو پیاوړو پروګرامونو کار روان دی، څو د اطلاعاتو د شریکولو بهیر تر پخوا لا ښه شي. له رسنیو زموږ غوښتنه دا ده چې له موږ سره همکاري وکړي او هڅه وکړي د قانوني لارو ځان د معلوماتو بهیر ته نږدې کړي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې یوشمېر خبریالان او د رسنیو مسوولان د حکومتي ادارو له لوري د معلوماتو پر وخت نهشریکول او د ډلهییزو رسنیو د قانون نه تصویب، د خپل کار پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه بولي.