د بادغیس امنیتي چارواکي وایي چې د هرات–بادغیس پر لویه لار د یوه ۴۰۴ ډوله مسافروړونکي موټر د چپهکېدو له امله نهه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
د بادغیس د امنیې قومنداني ویاند، صدیقالله صدیقي وايي، دا پېښه نن یکشنبه، کب درېیمه، له غرمې مخکې د «پُشته لامان» په نوم سیمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وینا، د دې ترافیکي پېښې اصلي لامل د موټرچلوونکي بېاحتیاطي بلل کېږي.
صدیقي زیاتوي چې د پېښې په مړو شویو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، خو د کره شمېر په اړه یې څه نهدي ویلي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
امنیتي چارواکي همدارنګه وايي چې د پېښې ټپیان د بادغیس مرکز قلعهنو ښار روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي چې د ځینو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه مسافروړونکي موټر کې ۴۴ کسان سپاره وو او له هرات ښار څخه د بادغیس د مرکز قلعهنو پر لور روان و.