Asset 1SWN

سلام وطندار

بدخشان کې واورین پړانګ پر څارویو برید کړی

پړانګ

د بدخشان د واخان ولسوالي سیمه‌ییز مسوولان وايي چې نن یکشنبه، کب درېیمه، یو واورین پړانګ د دې ولسوالي د «خندود» کلي کې ګڼ‌شمېر څاروي له‌منځه وړي دي.

د معلوماتو له مخې، دغه پېښه تېره شپه رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې د میرعلي په نوم د سیمې د یوه اوسېدونکي ۹ څاروي له‌منځه وړل شوي او ۷ ټپي دي.

د واخان ولسوال، مولوي وجه‌الدین مظهري وايي، دا برید د شپې پرمهال شوی او واورین پړانګ تر برید وروسته له سیمې تښتېدلی دی. د نوموړي په وینا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې دا برید د یوه واورین پړانګ له‌خوا شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه زیاتوي چې په دې پېښه کې یاد شوي کس ته دروند مالي زیان اوښتی دی.

سیمه‌ییز مسوولان وايي، د واورین پړانګ له‌خوا د دې نادر برید په تړاو موضوع له اړوندو ادارو سره شریکه شوې، څو د لاډېرو څېړنو ترڅنګ، په راتلونکي کې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره لازمې لارې چارې تر کار لاندې ونیول شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام