کابل کې د جاپان سفارت ویلي، د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې سره په ګډه یې افغانستان ته د راستنېدونکو ښځو د ملاتړ لپاره یوه ګډه پروژه پیل کړې.
دې سفارت نن یکشنبه د حوت ۳ / فبروري ۲۲ پر اېکسپاڼه لیکلي، د یادې پروژې لپاره ۸۲۶ زره او ۶۶۶ ډالر ځانګړي شوي او په عملي کېدو سره به یې راستنېدونکې ښځې د معیشتي او محافظتي خدمتونو په څېر بنسټیزو خدماتو ته لاسرسی ومومي.
د جاپان سفارت زیاته کړې چې دا پروژه به د افغانستان په ختیځو او سویلي سیمو کې پلي شي او هڅه کېږي، هغه ښځې چې له ایران او پاکستانه بېرته راستنې شوي، عادي ژوند ته راوګرځي.
له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر دوام لري او هره ورځ زرګونه کسان د دغو دوو هېوادونو له پولو هېواد ته را ستنېږي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، تېر میلادي کال کې له ایران او پاکستانه څه باندې ۲ میلیون او ۵۰۰ زره افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي چې ۴۲ سلنه یې ښځې او ماشومان جوړوي.