د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د پاکستان خاصې نظامي کړۍ یو ځل بیا پر افغان خاوره برید کړی.
نوموړي ویلي، د شپې ناوخته په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې ملکي هېوادوال بمبار شوي چې د ښځو او ماشونو په ګډون لسګونه کسان شهیدان او ټپیان شول.
د پکتیکا ځایي سرچینې هم وايي، تېره شپه ناوخته يوولس بجې پاکستاني جېټ الوتکو د برمل ولسوالۍ د “مرغې” سيمه کې هوايي بريد کړی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د سرچينې په خبره، بريد د فاروقيه په نوم په يوې ديني مدرسې شوی، خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې مالومات ورنکړل.
سرچينې زیاته کړه، بل بريد د ارګون ولسوالۍ «سرخود» سيمه کې په یوه تش کور ترسره شوی.
همدارنګه د ننګرهار ځایي سرچینو هم ویلي چې دغه ولایت کې د پاکستاني الوتکو لخوا د یوه عام وګړي پر کور بمبار شوی چې ګڼ شمېر کسان په کې شهیدان شوي دي.