Asset 1SWN

سلام وطندار

بې‌عدالتي او څو ښځې لرل؛ په مېرمنو او ماشومانو اقتصادي فشار

ښځې ماشومان

ځینې هغه ښځې چې مېړه ‌یې دویم واده کړی وایي چې له دویمې ښځې کولو وروسته یې مېړه د هغوی نفقه او نور قانوني حقوق نه تامینوي.

دغو ښځو سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل، له اقتصادي ستونزو او فشارونو سره مخ دي او د خپلو قانوني حقوقو په اړه کافي مالومات هم نه‌لري.

د بلخ مزار شریف ښار څخه ۲۸ کلنه یاسمین وایي چې مېړه‌ یې څو کاله مخکې دویم واده کړی او اوس د دوی ترمنځ عدالت نه تامینیږي.

هغې وویل چې مېړه ‌یې ورته نفقه نه ورکوي او ماشومان یې لوږې سره مخ دي.

«مخکې مې مېړه یو څه د کور خرڅ راوړ، خو اوس میاشتې تېریږي خو هېڅ خرڅ نه راوړي. ځینې وختونه مې د کور وسایل پلورم. کله چې له هغه پوښتنه وکړم چې ولې خرڅ نه راوې، نو وايي چې پیسې نه لرم ځکه بیکار دی. زه شپه کې په دې فکر کوم چې سبا څه پاخه کړم او د خپلو ماشومانو خېټه ډکه کړم، له ځان سره وایم، که پیسې یې نه درلودې، نو ولې یې دویمه ښځه کوله.»

۳۰ کلنه ضیاجان د څلورو ماشومانو مور ده او وايي، مېړه یې له دویم واده وروسته هغه او د دې ماشومان هېر کړي.

هغې زیاته کړه چې مېړه یې نه یوازې په عاطفي لحاظ بې‌عدالتي کوي، بلکې د هغوی نفقه هم نه‌ورکوي.

ضیاجان وايي: «نه خرچ راکوي، نه نفقه راکوي، زه خپلو څلورو ماشومانو سره ژوند کوم، پورونه کوم، خوراک کوم، خپلو خپلوانو ته وایم چې څه وکړم، هغوی وايي چې له موږ خلاص شوې، خو زه له کومه کړم، زه خپله یوه ښځه یم.»

زرغونه هم د خپل مېړه د بې‌مهرۍ او بې‌عدالتیو دردناکې کیسې بیانوي.

هغه وايي چې مېړه یې له دویم واده وروسته د لومړۍ ښځې او ماشومانو حالت ته هېڅ پام نه کوي او هغوی یې هېر کړي.

«کله چې مېړه مې دویمه ښځه وکړه، نو زه هېره شوم. نه زما د خوراک څخه خبر دی او نه زما له محتاجیو څخه، ځان یې لرې کړی او د دویمې ښځې لپاره یې کور نیولی. د خپلو حقونو په اړه معلومات نه لرم، خو پوهېږم چې باید زه خپل او د ماشومانو خرچ برابر کړم. کله چې ما د واده پر مهال وویل چې مهریه مې راکړه، مېړه مې وویل چې کومه مهریه، همدومره پیسې لرم چې واده وکړم.»

خو دیني عالمان او د حقوقي چارو متخصصان وايي، که مېړه د ښځې حقوق رعایت نه‌کړي، ښځې کولی شي عدلي او قضایي ادارو ته شکایت وکړي.

دې سره، دیني عالمان او حقوقي کارپوهان وايي چې د مېړونو او ښځو ترمنځ عدالت د واده مهم شرط ګڼل کېږي.

د دوی په خبره، نارینه مکلف دي چې د خپلو ښځو او ماشومانو نفقه او مصارف برابر کړي او که وړتیا یې نه‌لري، غوره ده چې دویمه ښځه ونه کړي.

حقوق‌پوهه زیبا زحل وايي چې که نفقه تامین نه شي او د ښځو ترمنځ حقوق مساوي نه وي، ښځې کولی شي محکمه ته شکایت وکړي او مېړه څخه خپل حقوق ترلاسه کړي.

«د اسلامي شریعت له نظره یو نارینه کولی شي تر څلورو پورې ښځو ولري، خو په دې شرط چې عدالت په بشپړه توګه رعایت کړي. عدالت مانا لري چې نفقه، خوراک، کالي، جامې، کور او نور مصارف د هرې ښځې لپاره پرته له تبعیض برابر شي. که مېړه نفقه ورنه کړي یا پر ښځه ظلم وکړي، ښځه کولی شي د محکمه له لارې خپل حق وغواړي او ان د طلاق غوښتنه وکړي. په دې صورت کې د ښځې مهریه هم خوندي پاتې کېږي.»

همدارنګه دیني عالم امان‌الله احمدي وايي، که نارینه دوه یا زیاتې ښځې ولري، باید د هغوی ترمنځ عدالت تامین کړي او نفقه یې په مساوي ډول ورکړي.

«هغه څوک چې یوازې د یوې ښځې سره مینه لري، خو بله ښځه هم لري، په قیامت کې به داسې حالت وي چې د بدن یوه برخه یې فلج وي. د دویمې ښځې کولو یو له شرطونو دا دی چې ډاډ ترلاسه کړي چې عدالت به عملي کوي، خو د زړه خوښه په‌کې شامل نه ده.»

د اسلامي شریعت او د افغانستان مدني قوانینو پر بنسټ، نارینه مکلف دی چې عدالت رعایت کړي او په بشپړه توګه د خپلو ښځو نفقه ورکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام