Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانستان ایران سره د راتلونکي کال لپاره د برښنا پېرلو تړون لاسلیک کړ

HBa2f3CbEAAYnv-

د برښنا شرکت مشر ملا عبدالحق همکار په مشرۍ ایران ته تللي پلاوي، ایراني لوري سره د ۱۴۰۵ کال لپاره د برښنا پېرلو تړون لاسلیک کړ.

برښنا شرکت نن چهارشنبه دلوې ۲۹ / فبروري ۱۸ ویلي، د دغه شرکت پلاوي تهران کې د برښنا انرژۍ لېږد بنسټونو پراختیا او افغانستان ته د وارداتي برښنا پېرلو په تړاو د ګډو دوه اړخیزه همکاریو ناسته کې ایراني لوري سره پر ګڼو اړخونو هر اړخیزې خبرې هم کړي.

د دغه شرکت په وینا، د برښنا صادروونکو ګاونډیو هېوادونو سره یې د ناستو له لارې ګډې همکارۍ او اړیکې تر بل هر وخت پیاوړې کړي چې پر اساس یې د پېرل کېدونکې برښنا ګڼو برخو کې آسانتیاوې رامنځته شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام