Asset 1SWN

سلام وطندار

د امریکا، اوکراین او روسیې ترمنځ د خبرو درېیم پړاو ترسره شو

HBaVHO2WsAAU_F1

د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکاف وايي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه نن چهارشنبه متحده ایالتونو اوکراین او روسیې سره د درې اړخیزو خبرو درېیم پړاو ترسره کړه.

دغه خبرې د سویس په کوربه‌توب ترسره شوې.

سټیو ویټکاف ویلي، امریکا د اوکراین جګړې دواړه لوري سره راټول کړي او خبرو کې د پام وړ پرمختګ شوی.

هغه نن چهارشنبه د دلوې ۲۹ / فبروري ۱۸ پر اېکسپاڼه لیکلي: «موږ ویاړو چې د هغه تر مشرۍ لاندې د دې خونړۍ جګړې د درولو لپاره کار کوو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د امریکا استازي زیاته کړې چې دواړو لورو هوکړه کړې، څو خپل مشران به د پرمختګونو په اړه خبر کړي او د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دا داسې مهال دی چې تېره ورځ د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کییف او مسکو ترمنځ د جګړې د حل لارې موندلو په هڅه کې پرې ناعادلانه فشار واردوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام