اسلامي امارت د پخواني شوروي اتحاد د ماتې ورځې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې دغه ورځ تاریخي ویاړ بللی دی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې په تېرو سلو کلونو کې درېيم ځل هم افغانستان نوی له اشغال څخه ازاد شوی دی او ټینګار یې کړی چې افغانان د خپل دین د ساتنې او مستقل اوسیدو لپاره کلک هوډ او تعهد لري.
خبرپاڼه وړاندې لیکلي: «الله تعالی د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې د ټولو افغانانو او مسلمانانو د جهاد، مبارزې، قربانۍ، هجرتونو او تکلیفونو له برکته افغانانو ته دا ویاړ ور وباښه چې د شوروي اتحاد غوندې ستر قوت مات او له افغانستان څخه یې ایستلو ته اړ باسي.»
د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې له دې ماتې باید نور متجاوز اړخونه زدهکړه وکړي او د افغانستان د ازادۍ پر ضد ګام پورته نهکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په خبرپاڼه کې له افغانانو غوښتنه شوې چې د تېر په څير په راتلونکي کې هم د هر ډول توطيئو او دسیسو پر وړاندې بیدار واوسي او خپل دین، عقیده او خپلواکي وساتي.
نن د سلواغې ۲۶مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو ځواکونو د وتلو له ۳۷مې کلیزې سره برابره ده.
په همدې ورځ د پخواني شوروي ځواک وروستی سرتېری له افغانستان څخه ووت او د افغانانو پر وړاندې نږدې لس کلنه جګړه پای ته ورسېده.
دا ورځ هرکال د هېواد دننه د ازادۍ د ورځې په توګه نمانځل کېږي.
یاده جګړه د افغان ولس لپاره له درنو قربانیو ډکه وه. د بېلابېلو سرچینو له مخې، نږدې دوه میلیونه ملکي وګړي په دې جګړه کې وژل شوي او شاوخوا اووه میلیونه افغانان بېځایه شوي او یا هم کډوالۍ ته اړ شوي دي.