نن د سلواغې ۲۶مه/ فبرورۍ ۱۵مه له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د سرو ځواکونو د وتلو له ۳۷مې کلیزې سره برابره ده.
په همدې ورځ د پخواني شوروي ځواک وروستی سرتېری له افغانستان څخه ووت او د افغانانو پر وړاندې نږدې لس کلنه جګړه پای ته ورسېده.
دا ورځ هرکال د هېواد دننه د ازادۍ د ورځې په توګه نمانځل کېږي.
دغه جګړه د افغان ولس لپاره له درنو قربانیو ډکه وه. د بېلابېلو سرچینو له مخې، نږدې دوه میلیونه ملکي وګړي په دې جګړه کې ووژل شول او شاوخوا اووه میلیونه افغانان یا بېځایه شول او یا د کډوالۍ ژوند ته اړ شول.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دې جګړې ریښې د ۱۹۷۸ کال پېښو ته رسېږي چې د سور انقلاب له امله د هېواد سیاسي نظام بدل شو او د نوې واکمنې ډلې له سختو بدلونونو وروسته، په افغانستان کې پراخې جګړې پیل شوې او په ۱۹۷۹ کال کې بهرني پوځونه هېواد ته داخل شول.
له نږدې نهو کلونو جګړې وروسته، د ۱۹۸۸کال د مې په میاشت کې د پخواني شوروي ځواکونو وتل پیل شول او دا لړۍ د ۱۹۸۹کال د فبرورۍ تر نیمايي پورې بشپړه شوه.
د فبرورۍ ۱۵مه د افغانانو لپاره یوازې د جګړې د پای ورځ نه ده، بلکې د قربانۍ، زغم، مقاومت او د ازادۍ لپاره د اوږدې مبارزې یوه تلپاتې نښه ده چې د هېواد د تاریخ په پاڼو کې د ویاړ په توګه ثبت شوې ده.