Asset 1SWN

سلام وطندار

له ګاونډیو هېوادونو ۶۹۲ کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

کډوال پاکستان راستنېدونکي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولان وايي چې له ګاونډیو هېوادونو تېره ورځ ۶۹۲ کډوالې کورنۍ بېرته افغانستان ته راستنې شوې دي.

یاد کمېسیون نن شنبه، سلواغې ۲۵مه ویلي چې ۱۰ کورنۍ د نیمروز د ابریشم پله له لارې، ۹ کورنۍ د هرات د اسلام‌قلعه له لارې، ۴۴ کورنۍ د کندهار د سپین‌بولدک له لارې، ۶۲۱ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې او ۸ کورنۍ د هلمند د بهرامچې له لارې هېواد ته ستنې شوې دي.

په همدې حال کې ملګروملتونو ویلي چې یوازې ۱۱سلنه بېرته راستانه شوي کسان کار لري. د ملګروملتونو د معلوماتو له مخې، دوه ورځې وړاندې هم شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ افغانستان ته راګرځېدلې وې.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ملګروملتونو همداراز ویلي چې د ۲۰۲۵کال په ترڅ کې شاوخوا ۲.۸ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۳کال له اکتوبر راهیسې تراوسه ۵.۴ میلیونه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي چې ډېری یې له پاکستان او ایران څخه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام