Asset 1SWN

سلام وطندار

د امنیت شورا پرېکړې ته غبرګون؛ ذبیح‌الله مجاهد د بندیزونو تمدید ناکامه کړنلاره بولي

ذبیح‌الله مجاهد

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د امنیت شورا له لوري پر اسلامي امارت د بندیزونو د څار ډلې د ماموریت غځولو په غبرګون کې ویلي، د بندیزونو تمدید ناکامه کړنلاره ده او د دغسې تجربو تکرار ته اړتیا نه‌شته.

هغه د جمعې په ورځ یوه ویډیويي کلپ کې له لوېدیځو هېوادونو غوښتي چې د اسلامي امارت پر وړاندې په خپلو سیاستونو بیاکتنه وکړي او افغانستان سره همکاري او رغنده تعامل ولري.

ده ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه لوېدیځ هېوادونه باید له داسې اقداماتو ډډه وکړي چې د تېرو ناکامو تجربو تکرار وي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي دغه ویډیويي کلپ کې ویلي: «افغانستان له هېوادونو سره د تعامل په حال کې دی، د پرمختګ په حال کې دی، ثبات تامین دی، ورځ تر بلې امنیت ښه کیږي. دغسې شرایطو کې تعامل او همکارۍ ته اړتیا لري، نه دا چې بندیزونه ولګول شي یا تمدید شي. مونږ غواړو چې لوېدیځ په خپلو پالیسو بیا نظر وکړي.»

ښاغلي مجاهد د امنیت شورا غونډه کې د روسیې او چین د استازو څرګندونې چې اسلامي امارت سره یې په تعامل ټینګار کړی، ستایلې دي.

د یادونې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تېره شپه د یوې غونډې پرمهال پر افغانستان د بندیزونو د څار ډلې ماموریت یو بل کال هم وغځاوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام