Asset 1SWN

سلام وطندار

د راډیو نړیواله ورځ؛ د اورېدونکو له خاطرو د رسنیزو کارکونکو تر اقتصادي ستونزو

میترا صدیقي

راډیو؛ هغه رسنۍ چې د ټولنیزو شبکو او نویو مخابراتي وسایلو له پراختیا سره سره، لا هم د افغانانو په ژوند کې ځانګړی ځای لري.

افغانستان کې راډیو د ډېرو وګړو لپاره یوازې د خبر ترلاسه کولو وسیله نه ده، بلکې د دوی د ژوند د خوږو او ترخو خاطرو یوه برخه هم ده.

نن د فبروري ۱۳مې د راډیو له نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، یو شمېر هېوادوال وایي چې دا رسنۍ د دوی د ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې او د مالوماتو او پوهاوي د ترلاسه کولو لپاره ورته یوه باوري سرچینه ده.

د کابل اوسېدونکی ۶۱ کلن عبدالحمید وايي، له تېرو ۵۱ کلونو راهیسې د خپلې ورځې یوه برخه د راډیو اورېدو ته ځانګړې کوي.

هغه زیاتوي چې د عمر ډېر کلونه یې د راډیو په اورېدو تېر کړي او لا هم دا رسنۍ یې په ورځني ژوند کې مهم رول لري.

عبدالحمید هغه ورځ په یاد راوړي چې له خپلې لومړۍ تنخوا سره یې یوه «فلکس» راډیو واخیسته او له هماغې لارې به یې خبرونه اورېدل.

«زه له ډېر پخوا راهیسې د راډیو د پروګرامونو اورېدونکی یم. یو وخت مې په صرافۍ کې کار کاوه او د کار پر مهال به مې خبرونو ته غوږ نیوه. دا راته عادت شوی و. اوس مهال ډېر وخت په موټر کې راډیو اورم او د مهمو موضوعاتو په اړه مالومات اورم.»

نوموړی زیاتوي چې د راډیو خبري پروګرامونه ورته د ځوانۍ د ورځو خوږې خاطرې راژوندۍ کوي او له کلونو راهیسې خپل اړین مالومات له همدې لارې ترلاسه کوي.

عبدالحمید تر ډېره د راډیوګانو د سهارنیو پروګرامونو اورېدونکی دی، په ځانګړي ډول د سلام‌وطندار رادیو.

هغه وايي، د راډیو اورېدل یې د ورځني ژوند نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې.

دی یوازې د راډیو اورېدونکی نه دی، بلکې راډیويي پروګرامونو سره ټلیفوني اړیکه هم نیسي، خپل نظرونه شریکوي او هر کله چې کومه ستونزه ولري او غواړي مسؤلانو ته یې ورسوي، راډیو د اړیکې د پُل په توګه کاروي.

هغه زیاتوي: «همدا اوس د سلام‌وطندار راډیو “پایواز” خپرونې اورېدونکی یم. ډېری مالومات له همدې پروګرامه ترلاسه کوم او د هېواد د روغتونونو د روغتیايي برخې ځینې ستونزې هم په همدې خپرونه کې شریکوم.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د عبدالحمید ترڅنګ، یو شمېر تنکي ځوانان او ځوانان هم، سره له دې چې نویو رسنیو ته په پراخه کچه لاسرسی لري، بیا هم راډیو د پوهاوي د یوې وسیلې په توګه غوره کوي.

د هرات اوسېدونکی ۱۸ کلن صفی‌الله سروري چې له تېرو نهو کلونو راهیسې د راډیو اورېدونکی دی، وايي چې دا رسنۍ ورته د زده‌کړې، تفریح او د ارواپوهنې او ټولنیزو موضوعاتو په برخه کې د مالوماتو سرچینه پاتې شوې.

هغه وايي: «راډیو یوه بې‌ضرره رسنۍ ده او داسې منفي اړخونه نه لري چې په فرد بد اغېز وکړي. په کور، موټر او هر ځای کې یې اورېدلی شو. اوس‌مهال ډېری ځوانان په ټولنیزو پاڼو بوخت دي چې کېدای شي منفي اغېزې ولري.»

د کابل اوسېدونکی ۲۵ کلن فدامحمد هم، د نویو رسنیو ترڅنګ، راډیو د سم ژوند د لارې د زده‌کړې او د پوهاوي د لوړولو یوه وسیله بولي.

د راډیو دغه اورېدونکی زیاتوي: «تر ډېره د سهارنیو پروګرامونو اورېدونکی یم، په ځانګړي ډول د “جان‌جور” پروګرام. له دې خپرونې مهم روغتیايي پوهاوی ترلاسه کوو او ډېر موضوعات مو له همدې لارې زده کړي. راډیو رښتیا هم د انسان لپاره نړۍ روښانه کوي.»

د غږ صحنې تر شا ننګونې

په داسې حال کې چې د سلګونو زرو وګړو لپاره د راډیو نړیواله ورځ د خاطرو او شخصي تجربو یاد تازه کوي، د رسنیو د ځینو کارکوونکو لپاره دا ورځ بل مانا لري، هغه ورځ چې د مالوماتو د لاسرسي محدودیتونه، ناپایدار اقتصادي وضعیت او د دندې ناامنۍ ورپه یادوي.

په مستعار نوم ریحانه کریمي چې کابل کې د یوې راډیو کارکوونکې ده وايي، له تېرو لسو میاشتو راهیسې د هغې رسنۍ د بد اقتصادي وضعیت له امله نه ده توانېدلې خپله تنخوا ترلاسه کړي.

هغې وویل: «مالوماتو ته هغه ډول لاسرسی نه لرو، لکه څنګه چې باید وي. د معاش په اړه باید ووایم چې معاش نه لرو او یوازې زموږ د تګ‌راتګ کرایه راکول کېږي. دې وضعیت ناهیلې کړې یم.»

په مستعار نوم مریم همدرد چې له تېرو پنځو کلونو راهیسې په بلخ کې له یوې محلي راډیو سره کار کوي، ورته کیسه لري.

هغه وايي، له خپلې دندې څخه په ترلاسه کېدونکي امتیاز نه شي کولی د خپلې کورنۍ اساسي اړتیاوې پوره کړي.

نوموړې زیاتوي: «مالوماتو ته لاسرسی د پخوا په پرتله لږ شوی، خو بیخي خراب هم نه دی. د دندې د له لاسه ورکولو وېره تل د خبریالانو ترمنځ موجوده وي. د رسنیو ملاتړي بنسټونه باید د خبریالانو د مالي وضعیت د ښه‌والي لپاره عملي ګامونه واخلي.»

په همدې حال کې، غزني کې د «غزنویان» راډیو مسوول مدیر توریالی تابش د عوایدو نشتوالی او اقتصادي ستونزې په افغانستان کې د ګڼو محلي راډیوګانو د فعالیت د درېدلو له مهمو لاملونو څخه بولي.

تابش زیاتوي: «مالي سرچینې، اقتصادي ننګونې او د پروګرامونو د محتوا په تولید کې محدودیتونه زموږ د رسنۍ له جدي ستونزو څخه دي. دا‌مهال یوازې لږ شمېر ښځینه کارکوونکې په غیرحضوري ډول همکاري کوي او عملاً هېڅ ښځه زموږ په رسنۍ کې په حضوري ډول کار نه کوي.»

دې سره، د رسنیو د برخې کارپوهان د مالوماتو د خپرولو په بهیر کې د غږیزو رسنیو پر ارزښت ټینګار کوي او د محلي راډیوګانو د فعالیت د درېدو له پایلو خبرداری ورکوي.

د رسنیو کارپوه ابراهیم محمدي وايي: «راډیو په افغانستان کې د خبر رسولو کې مهم رول لري. د برښنا ستونزې لامل کېږي چې ډېری خلک د خپلو موبایلونو له لارې راډیو واوري او خپل پوهاوی لوړ کړي. د تېرو څلورو کلونو اقتصادي ننګونو ځینې راډیوګانې تړلو ته اړې کړي چې دا چاره کولی شي د مخاطبانو پر پوهاوي منفي اغېز وکړي.»

موږ هڅه وکړه چې په دې راپور کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نظر هم ولرو، خو په ترلاسه کولو یې بریالي نه شو.

له دې ټولو ننګونو سره سره، راډیو په افغانستان کې لا هم یوه ژوندۍ او اغېزناکه رسنۍ ده، داسې رسنۍ چې د ډېرو لپاره د خاطرو یاد تازه کوي، د ځینو لپاره د زده‌کړې وسیله ده او د نورو لپاره په سختو اقتصادي شرایطو کې د خبر رسولو سنګر ګڼل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
ویدیوهای مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام