Asset 1SWN

سلام وطندار

راتلونکې یکشنبه هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوه

شوروي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن (چهارشنبه، سلواغې ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان کړی چې د راتلونکې یکشنبې ورځ، سلواغې ۲۴مه، به د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ د ماتې او له افغانستان څخه د وتلو د ۳۷مې کلیزې په مناسبت په ټول هېواد کې عمومي رخصتي وي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «یکشنبه، د روان لمریز کال د سلواغې ۲۶مه، د پخواني شوروي اتحاد د سره پوځ د ماتې او له افغانستان څخه د وتلو له ۳۷مې کلیزې سره برابره ده او د اسلامي امارت د رسمي تقویم له مخې، په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


راتلونکې یکشنبه، د هغه ورځې ۳۷مې کلیزې سره برابره ده چې د وخت د شوروي اتحاد پوځونه په رسمي ډول له افغانستان څخه ووتل.

د پخواني شوروي اتحاد سره پوځ د ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په میاشت کې د پراخو ځمکنیو او هوايي عملیاتو له لارې افغانستان ته داخل شول.

د شوروي پوځي حضور څه باندې نهه کاله دوام وکړ، خو د افغان ولس پراخ مقاومت، دا ځواکونه دې ته اړ کړل چې د ۱۳۶۷ لمریز کال د سلواغې په ۲۶مه له افغانستان څخه ووځي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام