Asset 1SWN

سلام وطندار

حسنه پور؛ هغه دود چې همدردي پیاوړې کوي او ستونزې هواروي

حسنه پور

په داسې حال کې چې اقتصادي ستونزو د ګڼو کورنیو ژوند له ننګونو سره مخ کړی، حسنه پور لا هم د خلکو ترمنځ د یوه غوره دود په توګه ځانګړی ځای لري؛ هغه دود چې د همدردۍ، باور او مرستې پر بنسټ ولاړ دی.

یو شمېر ښاریان وايي، دغه دود په سختو ورځو کې د کورنیو ژوند ژغورلی او د هغوی ډېرې ستونزې یې هوارې کړي.

د کاپیسا اوسېدونکی طاهر وايي کله چې یې زوی ناروغ شو، له خپلو همکارانو څخه د پور په اخیستو وتوانېد چې د هغه د احتمالي مرګ خطر له منځه یوسي.

«زوی مې په روغتون کې بستر و، خپل همکار ته مې وویل چې پنځوس یا یو لک افغانۍ راته د قرض‌الحسنه په توګه راکړي، ځکه د زوی عملیات مې کېده. ټولو همکارانو راسره مرسته وکړه او هماغه شېبه دا مرسته راته ډېره ګټوره تمامه شوه.»

د کابل ښار اوسېدونکی زمان حسنه پور د خلکو ترمنځ یو ښه او د ستاینې وړ دود بولي او وايي، په دې برخه کې باید پور ورکوونکی زغم ولري او پور اخیستونکی د قرض بېرته ورکولو لپاره هڅاند او ژمن وي.

«قرض‌الحسنه یو غوره او ستایل شوی سنت دی. هر وخت چې پور اخلو، باید په مناسب وخت کې یې بېرته ادا کړو او هغه کسان چې پور ورکوي، لازمه ده له زغم څخه کار واخلي، څو پوراخیستونکی وکولی شي خپل پور بېرته ورکړي. د قرض‌الحسنه ورکول ډېر اجر او ثواب لري.»

د پروان اوسېدونکی احمد هم د خلکو ترمنځ د پور ورکولو دود یو نېک عمل ګڼي او وايي، دا دود په سختو ورځو کې د خلکو اړتیاوې پوره کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


«زه په یوه اداره کې کار کوم او همکارانو مې شاوخوا شپېته یا اویا زره افغانۍ راته د قرض‌الحسنه په توګه راکړې وې. کله چې مو معاش واخیست، ورو ـ ورو مې د ټولو پورونه بېرته ادا کړل. دا یو ښه او ستایل شوی کار دی او ډېر ثواب لري.»

په همدې حال کې ټولنپوهان وايي، د یو ټولنیز عرف په توګه د «حسنه پور» ورکولو دود ته پراختیا ورکول کولی شي د اقتصادي فشارونو په کمولو او د خلکو ترمنځ د باور په ټینګښت کې مهم رول ولوبوي.

هغوی ټینګار کوي چې رښتینولي، ژمنتیا او د پور پر وخت بېرته ورکول، د دې نېک دود د پایښت مهم عوامل دي.

ټولنپوه عبدالله ریحان وايي، د حسنه پور ورکول نه‌یوازې د خلکو ستونزې حل کوي، بلکې د ټولنې د وګړو ترمنځ دوستي، ملګرتیا او همدردي هم پیاوړې کوي.

نوموړی ټینګار کوي چې پور اخیستونکي باید د باور د ساتلو لپاره خپل پور په ټاکلي وخت بېرته ورکړي.

«له ټولنیز پلوه او د اسلامي شریعت له نظره هم د حسنه پور ورکولو سپارښتنه شوې او اسلام خلک د ټولنیزو چارو په برخه کې همکارۍ ته رابولي. خو نن سبا دا دود د خلکو ترمنځ کم شوی، باور له منځه تللی او خلک وېرېږي چې که پور بېرته ورنه کړل شي، نو له ستونزو او کړاو سره به مخ شي.»

حسنه پور هغه پور ته ویل کېږي چې پرته له سود غوښتنې، د ستونزو د هوارولو لپاره ورکول کېږي.

دا دود له پخوا راهیسې د خلکو ترمنځ رواج لري او اوس هم په سیمو، کلیو او د خپلوانو ترمنځ د یو انساني او بشري مرستې په توګه دوام لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام