Asset 1SWN

سلام وطندار

د دفاع وزارت ویاند: پاکستان غیرمسوولانه امنیتي پېښې افغانستان ته منسوبوي

دفاع وزارت ویاند خوارزمي

د دفاع وزارت ویلي، سره له دې چې اسلامي امارت د اسلام‌اباد یوه جومات کې د تېرې ورځې چاودنه غندلې، خو د پاکستان دفاع وزیر د تېر په څېر په غیرمسوولانه ډول دا پېښه افغانستان ته منسوب کړه.

د دغه وزارت ویاند تېره شپه یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه ډول څرګندونې او پر افغانستان تور پورې کول هېڅ ډول منطق او بنیاد نه‌لري.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان په داسې څرګندونو سره نه په امنیتي ناکامي پرده اچولی او نه ستونزې حل کولی شي.

دفاع وزارت ویلي چې اسلامي امارت د سیاسي موخو لپاره هیڅکله د بې‌ګناه انسانانو وژل جایز نه‌بولي او نه هم د دا ډول کړنو له ترسره کوونکو ملاتړ کوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د دفاع وزارت ویاند همدارنګه ویلي، د پاکستان امنیتي مسوولان دې د امنیت په برخه کې له خپلې ناکامۍ څخه د تېښتې او د خلکو پام بل لور ته د اړولو پر ځای خپل مسؤولیت په مناسب ډول ترسره کړي او پر خپلو سیاستونو دې بیا کتنه وکړي.

هغه زیاته کړې، پاکستان د دې پرځای چي خپل ولس او ګاونډي هیوادونه له ځانه لرې او مخالف کړي، د مثبت تعامل او همکارۍ روحیه خپله کړي.

د پاکستان اسلام‌اباد یوه جومات کې تېره ورځ د جمعې لمانځه پرمهال چاودنه وشوه چې لسګونه کسان په کې وژل شوي او تر سلو ډېر ټپیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام