Asset 1SWN

سلام وطندار

د کندوز اوسېدونکي: د پېژندپاڼې اخیستلو لپاره د لارې ۳۰۰۰ افغانۍ ورکوو

ID-cards

د کندوز د لروپرتو ولسوالیو یوشمېر اوسېدونکي په ولسوالیو کې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونو له نشتوالي د وېش بهیر له اوږدېدو او د تګ‌راتګ له درنو لګښتونو شکایت کوي.

دوی وایي، په خپلو ولسوالیو کې د پېژندپاڼو د وېش مرکزونو نشتوالي دې ته اړ کړي چې خلک د پېژندپاڼو د ترلاسه کولو لپاره ډېر وخت او زیات لګښتونه وزغمي.

دغه اوسېدونکي زیاتوي چې دا ستونزه د ژوند ډېری بنسټیز کارونه، لکه د زده‌کړو اسنادونو ترلاسه کول، د سیم‌کارت اخېستل او ان د کارموندنې له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

د کندوز د کل‌باد ولسوالي اوسېدونکی احصارګل وایي، نږدې یوه میاشت یې پرله‌پسې تګ‌راتګ کړی، څو وکولای شي خپله برښنايي پېژندپاڼه ترلاسه کړي.

نوموړی زیاتوي: «د یوې تذکرې د اخیستو لپاره نږدې دوه نیم زره تر درې زره افغانۍ یوازې د لارې او خوراک لګښت راځي. له لرې پرتو سیمو ډېر خلک راځي، لارې خامه دي او د موټرو کرایې لوړې دي. له دولت څخه غوښتنه کوو چې په ولسوالیو کې خلکو ته نږدې مرکزونه جوړ کړي، څو ټول وکولای شي تذکره واخلي.»

بل‌خوا، جاوید او نوروز، د آق‌تاش او امام‌صاحب ولسوالیو اوسېدونکي هم د ورته ستونزو یادونه کوي.

دوی وایي، یادې ولسوالي د کندوز د ولایت له مرکز څخه شاوخوا ۵۰ کیلومتره واټن لري او هر ځل تګ‌راتګ ورته نږدې ۵۰۰ افغانۍ لګښت لري چې په ژمي او اوړي کې د خامه لارو له امله دا ستونزه لاډېره سختېږي.

دغه اوسېدونکي د برېښنايي تذکرو د وېش د لګښت له زیاتوالي هم شکایت کوي او وایي، پخوا یې بیه له ۵۰ تر ۱۰۰ افغانیو وه، خو اوس ۵۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

جاوید وايي: «د تذکرې د اخیستو لپاره مې شاوخوا دوه زره تر دوه نيم زره افغانۍ مصرف کړې. که تذکره ونه لرې، ان سیم‌کارت هم نه شې اخیستلای. میاشتي کېږي چې انتظار باسو. زموږ غوښتنه دا ده چې دولت د کلیوالو خلکو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.»

نوروز وویل: «اوس نور ټول کارونه په برېښنايي تذکره پورې تړلي دي. د تذکرې د اخیستو بهیر نږدې یو نیم کال وخت نیسي. زموږ غوښتنه له مسوولینو دا ده، چې اسانتیاوې برابرې کړي. پخوا یې لګښت کم و، ۵۰ یا ۱۰۰ افغانۍ اخیستل کېدې، خو اوس ۵۰۰ افغانۍ اخلي؛ دا لګښت هم باید راکم شي.»

د دې ولسوالیو اوسېدونکي له مسوولانو غواړي چې د وخت او لګښت په کمولو سره خلکو ته د برېښنايي تذکرو خدماتو ته د اسانه لاسرسي زمینه برابره کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په همدې حال کې، د کندوز د احصائیې او معلوماتو رییس، فضل‌الله صافي، وایي چې په نږدې راتلونکي کې به د دې ولایت په مرکز کې د «اسان‌خدمت» یو مرکز پرانیستل شي، چې د ده په وینا کولای شي د خدمتونو د وړاندې کولو بهیر اسانه کړي.

نوموړی زیاتوي، په ولسوالیو کې د ورته مرکزونو جوړول د لازم شرایطو او امکاناتو برابرولو ته اړتیا لري چي په دې اړه به په راتلونکي کې پرېکړه وشي.

هغه وویل: «دامهال د کندوز په کچه د تذکرو د وېش درې مرکزونه فعال دي؛ چې دوه یې د کندز ښار کې او یو مرکز د خان‌اباد ولسوالۍ کې فعالیت کوي. تر دې وړاندې یو مرکز د امام‌صاحب ولسوالۍ کې هم فعال و، خو له یو کال فعالیت وروسته خان‌اباد ته ولېږدول شو او دا مهال هلته خپلو خدماتو ته دوام ورکوي. خو په ځینو مواردو کې د مراجعینو د ګڼې‌ګوڼې او له پاکستان او ایران څخه د راستنو شوو کډوالو د شمېر د زیاتوالي له امله ستونزې رامنځته کېږي.»

د صافي په وینا، هره ورځ په منځنۍ توګه له ۳۰۰ تر ۳۵۰ کسانو پورې د برېښنايي تذکرو د ترلاسه کولو لپاره دې ادارې ته مراجعه کوي او لازم خدمات ورته وړاندې کېږي.

د کندز د احصائیې او معلوماتو د رییس په خبره، د تذکرې د ترلاسه کوونکو د ډېرو ستونزو لامل د اسنادو نیمګړتیا او یا هم په نومونو کې تېروتنې دي، چې د اړوندو کمېټو له‌خوا څېړنې ته اړتیا لري او همدا موضوع د تذکرو د وېش بهیر ځنډوي.

سره له دې، د کندوز د لروپرتو ولسوالیو اوسېدونکي ټینګار کوي چې د خلکو د هستوګن‌ځایونو ته نږدې د پېژندپاڼو د وېش د مرکزونو جوړول، د لګښتونو راکمېدل او د ترلاسه کولو د وخت لنډېدل کولای شي د دوی د ستونزو لویه برخه هواره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام