د اسلامي امارت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ریاست نن (سهشنبه، د سلواغې۱۴مه / د فبرورۍ ۳مه) په څلورو ولایتونو کې د واورې او درنو بارانونو د ورښت اټکل کړی دی.
یاد ریاست په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د فاریاب، بلخ، بدخشان او سمنګان ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د بارانونو او واورو د ورېدو اټکل ډېر دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هواپېژندنې ریاست د وړاندوینې له مخې، په یادو ولایتونو کې د باران اندازه له ۱۰ تر ۲۰ ملي متره او د واورې کچه له ۱۰ تر ۲۰ سانتي متره پورې اټکل شوې ده.
یادې ادارې له خلکو غوښتي چې د احتمالي سېلابونو، د لارو د بندېدو او نورو طبیعي پېښو پر وړاندې لازم احتیاطي تدابیر په پام کې ونیسي.