د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن دوشنبه، سلواغې ۱۳مه د سکاټلنډ کرېکټ ملي لوبډلې سره تمریناتي لوبه لري.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن له غرمې وروسته د افغانستان پر وخت دوه بجې د هند د بنګلور د «بيسيسيای سنټرل اوف ایکسېلنس ګرونډ۱» لوبغالي کې ترسره شي.
یادې تمریناتي سیالي د کېدونکي شل اووره نړیوال جام ته د چمتووالي لپاره برابرې شوې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
افغانستان به له دې سیالي وروسته په دویمه تمریناتي لوبه کې له ویستانډیز سره سیالي وکړي.
په نورو تمریناتي سیالیو کې بیا امریکا د هند له الف لوبډلې، کاناډا له اېټالیا او یوشمېر نورې لوبډلې هم له یوه بل سره سیالي کوي.
ټاکل شوې چې د هند او سریلانکا په کوربهتوب د شل اووره سیالیو نړیوال جام د روانې فبرورۍ میاشتې په اوومه نېټه پیل شي.