د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې د یاد هېواد د بلوچستان په ناامنه ایالت کې یې لږترلږه ۱۴۵وسلهوال وژلي دي.
دا عملیات له هغې وروسته پیل شوي چې په دغه ایالت کې پرلهپسې همغږي وسلوال او بمي بریدونه وشول چې له امله یې، نږدې ۵۰ کسانو پهکې ژوند له لاسه ورکړ.
د چارواکو په وینا، په دې بریدونو کې ۳۱ ملکي وګړي، چې پنځه ښځې هم پهکې شاملې دي او ۱۷ امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
دغه بریدونه د بېلتونپالې ډلې، بلوچستان لېبرېشن ارمي (BLA)له لوري منل شوي دي. له بریدونو وروسته، چارواکو په بلوچستان کې د څو میاشتو لپاره سخت امنیتي محدودیتونه لګولي چې پهکې پر عامه غونډو، لاریونونو بندیز، د ترافیکو محدودول او په عامه ځایونو کې د مخ پټولو مخنیوی شامل دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، دا اقدامات د دې لپاره شوي چې د خلکو پېژندنه اسانه او امنیتي وضعیت تر کنټرول لاندې راوستل شي.
د بلوچستان اعلی وزیر سرفراز بګټي په کوټه کې خبریالانو ته وویل چې پوځ او پولیسو بریدونو ته پر وخت غبرګون وښود او د «فتنهالهندستان» په نوم ۱۴۵ وسلهوال یې وژلي دي. پاکستان «فتنهالهندستان» اصطلاح د BLA لپاره کاروي.
نوموړي زیاته کړه چې دا په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو لویه شمېره ده چې په دومره لنډ وخت کې وسلهوال وژل کېږي.
د پاکستان پوځ همداراز ویلي چې د شنبې پر ورځ یې ۹۲ وسلهوال او تر هغې یوه ورځ مخکې یې، ۴۱ کسان وژلي دي.