سره له دې چې د رحم د خولې سرطان د نړۍ په کچه د ښځو ترمنځ دویم تر ټولو عام سرطان او له مزمنو او وژونکو ناروغیو څخه شمېرل کېږي، خو په افغانستان کې د ښځو ترمنځ د دې ناروغۍ په اړه د پوهاوي نشتون لامل شوی چې هغوی له دې ناروغۍ لا ډېرې زیانمنې شي.
په دې راپور کې له ۸ ولایتونو څخه ۱۷ ښځو سره مرکې شوي او ټولو ویلي چې د دې ناروغۍ د نښو او خطرونو په اړه هېڅ ډول پوهاوی نهلري.
د راپور ګډونوالو ویلي چې د پوهاوي نشتون، د کورنیو دودیز لیدلوري، د درملنې لپاره ډاکټر ته د تلو شرم، بېوزلي، بېسوادي، او په ولایتونو کې د رحم د خولې سرطان د تشخیص او درملنې د مرکزونو نشتون، د دې ناروغۍ پر وړاندې د ښځو د زیانمنېدو کچه نوره هم لوړه کړې.
د دې راپور ۵ ګډونوالې خپله د رحم خولې په سرطان اخته دي.
د بامیان اوسېدونکې عذرا چې د رحم خولې سرطان لري وایي، درې میاشتې ناروغه وه، خو د پوهاوي د نشتون له امله یې د تشخیص لپاره ډاکټر ته مراجعه نهده کړې.
«زما په رحم کې دانه وه، ۳ میاشتې مې وینه بهېده. دلته ډاکټر ته راغلم، د سيټيسکن معاینات مې وکړل، تشخیص وشو او اوس مې عملیات کړی. شپږ میاشتې وړاندې ناروغه وم، ډاکټر ته نه وم تللې، درې میاشتې مې حالت ډېر خراب شو، وینه بهېده او فکر مې کاوه چې دا د امیندوارۍ ضد امپول له امله ده.»
سره له دې، د ولسوالیو او ولایتونو په کچه د مسلکي روغتیايي کادرونو او د درملنې مرکزونو نشتون هم د رحم د خولې په سرطان د اخته ښځو ستونزې لا پسې زیاتې کړي.
د هرات اوسېدونکې حورهجان چې په دې ناروغۍ اخته ده، وایي چې د ناروغۍ له پیل څخه یو کال وروسته یې د درملنې لپاره ډاکټر ته مراجعه کړې، خو هرات کې د مسلکي کارکوونکو د نشتون او ناسم تشخیص له امله اړ شوه چې د درملنې لپاره کابل ته راشي.
نوموړې چې تازه له ایران څخه راستانه شوې او له سختې بېوزلۍ سره مخ ده، وایي: «یوه کال کېږي چې وینه بهېږي. د نسایي او ولادي ډاکټر ته لاړم، راته یې وویل چې شکر دې لوړ دی. یوه میاشت مخکې مې بولې بندې شوې، ۱۴ زره افغانۍ مې د معایناتو او سونوګرافي لپاره ورکړې، راته یې وویل چې د ګردو ستونزه لرې. درد لرم، لکه د زېږون درد، ډاکټر وویل چې ستا رحم ستونزه لري او تل مې افرازات لرل. یو زوی لرم چې بېکاره دی او لوڼې مې راسره مرسته کوي. زموږ په کور کې ان فرش نشته او زموږ ټول شتمنۍ په ایران کې پاتې شوي.»
متخصص ډاکټران وایي چې د انساني پاپیلوما ویروس (HPV)، د کمعمره ودونو او له وخته وړاندې زېږونونه د رحم د خولې په سرطان د اخته کېدو له مهمو لاملونو څخه دي او زیاتوي چې د پوهاوي نشتون، بېوزلي او په کم عمر کې د نجونو ودونو په اړه د کورنیو ناسم باورونه د ښځو ترمنځ د دې ناروغۍ د خپرېدو سبب ګرځي.
۲۵ کلنه قدرمن چې د شپږو ماشومانو مور ده، وایي چې په ۱۵ کلنۍ کې یې واده کړی او له دوو کلونو راهیسې په دې ناروغۍ اخته ده.
نوموړې وایي چې له تېر اوړي راهیسې یې له خپلوانو څخه د پور په اخیستو درملنه پیل کړې.
«۱۵ کلنه وم چې مې واده وکړ، دوه کاله کېږي چې ناروغه یم. په نس کې مې دانه وه، پرته له عملیاتو لرې شوه. ډاکټر وویل که عملیات ونهشي، ښه به نهشې. بیا مې کورتاژ وکړ، راته وویل شول ښه به شې، خو وروسته وینهبهېدنه پیل شوه، په مهبل کې مې د غوښې یوه برخه پیدا شوه او واکسین مې وکړ. اوس هغه اضافي غوښه لرې شوې، خو وینهبهېدنه مې ډېره زیاته ده.»
سره له دې چې د رحم د خولې سرطان د منظمې معاینې له لارې د مخنیوي او درملنې وړ دی، خو د پرمختګ په حال کې هېوادونو کې د ښځو د پوهاوي ټیټه کچه د دې ناروغۍ له امله د ښځو د مړینې له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي.
د فاریاب اوسېدونکې شکریه وایي چې تر اوسه د رحم د خولې سرطان په اړه هېڅ ډول پوهاوی نهلري.
نوموړې زیاتوي چې د کورنیو لهخوا د ښځو اړوند ناروغۍ د شرم وړ بلل کېږي او له همدې امله نهشي کولی د دغو ستونزو د حل لپاره د درملنې مرکزونو ته مراجعه وکړي.
هغې د روغتیايي کارکوونکو لهخوا د پوهاوي د نهورکولو او د دې ولایت په روغتیايي مرکزونو کې د درملنې اسانتیاوو د نشتون په اړه شکایت وکړ او ویې ویل:
«د رحم د خولې سرطان په اړه هېڅ نه پوهېږم او که په تناسلي برخه کې درد یا انتان ولرم، ریښتیا مې شرم وي او ډېری وخت هېڅ چا ته نه وایم. زموږ په ولایت کې د ښځو متخصص ډاکټران ډېر نهدي او کله چې روغتیايي مرکز ته مراجعه کوو، معاینات ډېره ابتدایي بڼه لري.»
کابل کې د سرطان د کنټرول ملي پروګرام چې افغانستان کې یوازینی د سرطان د درملنې مرکز دی، یو شمېر متخصص ډاکټران یې وايي، د خدماتو وړاندې کولو پر مهال د درملنې وسایلو او مسلکي روغتیايي کارکوونکو د نشتون له ستونزو سره مخ دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نسایي او ولادي برخې متخصصه سمیرا شهیر چې ۹ کاله کېږي په دې مرکز کې د سرطان ناروغانو د جراحۍ په برخه کې کار کوي، وایي چې د رادیوتراپي د امکاناتو د نشتون له امله، اړ دي چې د ښځو د ژوند ژغورنې لپاره د بدن ځینې غړي پرې کړي.
«په ټوله کې، له هغه وخت راهیسې چې زه په انکولوژۍ برخه کې کار کوم، د ناروغانو مراجعه زیاته شوې. موږ د MRI، رادیوتراپي، CT-Scan خدماتو ته اړتیا لرو او د روغتیايي کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړولو پروګرامونه باید تنظیم شي، ترڅو وکولی شو غوره خدمت وړاندې کړو. د ډاکټرانو ظرفیت لوړول ډېر مهم دي. زه په دې برخه کې د نسایي او ولادي څانګې سره کار کوم. موږ د لپتراسکوپي ماشین لرو، خو مسلکي کارکوونکي نهلرو چې د ناروغ د بطن د پرې کېدو مخنیوی وکړي او د ماشین په مرسته بایوپسي واخلي. رادیوتراپي امکانات نهشته، د سینې سرطان لرونکې ناروغې رادیوتراپي ته اړتیا لري، نو موږ اړ یو چې د بدن ځینې غړي پرې کړو.»
د نسایي او ولادي برخې بله متخصصه لیذا شمعریز وایي چې د رحم د خولې سرطان په پیل کې ځانګړي نښې نهلري، خو د وخت په تېرېدو سره د میاشتني دورې بېنظمي، درد او له جنسي اړیکې وروسته وینهبهېدنه رامنځته کوي.
هغې زیاته کړه چې د ناروغۍ ژر تشخیص او پر وخت روغتیايي مرکزونو ته مراجعه د درملنې چانس زیاتوي. «په پیل کې دا ناروغي بېنښې او بېاعراضه وي، خو د وخت په تېرېدو سره داسې نښې رامنځته کوي لکه د میاشتني دورو بېنظمي، بدبویي لرونکي افرازات، غیرطبیعي وینهبهېدنه، درد او له جنسي اړیکې وروسته وینهبهېدنه. هر څومره چې دا ستونزه ژر تشخیص شي، د درملنې چانس یې ډېرېږي.»
دې سره، یو شمېر نسایي او ولادي ډاکټران اندېښنه ښيي چې ښځې د دې ناروغۍ په اړه ډېر کم پوهاوی لري.
د نسایي او ولادي ډاکټره سونیتا بهرام وایي: «په هېواد کې د ښځو د پوهاوي کچه ډېره ټيټه ده او ډېری ښځې حتی نه پوهېږي چې یو دوامداره انتان، که په تناسلي برخه یا په مهبل کې وي، د رحم د خولې سرطان لامل کېدی شي.»
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت مسوولان وایي چې افغانستان کې د سرطان ناروغانو دقیق شمېر مالوم نهدی.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امیرخیل وویل چې پلان لري راتلونکي کې افغانستان کې په پنځو زونونو کې د سرطان ناروغانو لپاره ځانګړي روغتونونه جوړ شي او همدارنګه په کابل کې یو ۲۰۰ بسترو روغتون جوړ شوی.
«په پنځو زونونو کې د ۵۰ بستره روغتونونو جوړول او په کابل کې د ۲۰۰ بستره روغتون جوړول، ستونزه تر یو حده حل کوي. په مرکزي روغتون کې به د رادیوتراپي، کیموترابي او اړینو خدماتو زمینه برابره شي او اوس هم د داخلي خدماتو، تشخیص، جراحۍ او کیموترابي خدمات وړاندې کېږي.»
د روغتیا نړیوال سازمان د راپور پر بنسټ، افغانستان کې د مړینې ۴۳ سلنه پېښې د زړه ناروغۍ، شکر، سرطان او د سږو د ستونزو له امله دي.
په راپور کې همدارنګه ویل شوي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې به افغانستان کې د دغو ناروغیو کچه ۶۰ سلنه زیاته شي.