بلوڅ ازادي غوښتونکو د بلوچستان په کویټه، نوشکي، ګوادر، پسني او دالبندین ترڅنګ په مختلفو سیمو کې هممهاله بریدونه کړي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د بلوچستان د یوه چارواکي شاهد رِند په خبره لیکلي چې دغه بریدونه تېرو دوو ورځو کې بلوچستان ایالت کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پرمهال د وسلهوالو له وژل کېدو وروسته شوي.
د راپور له مخې، د بلوچستان ایالت په ټولو دولتي روغتونونو کې بېړنی حالت اعلان شوی او اضافي ډاکټران هم ګومارل شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خو تراوسه دغو بریدونو کې د اوښتو تلفاتو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویل شوي.
دې سره، ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو کې هم لیدل کیږي چې بلوڅ ازادي غوښتونکي «BLA» له ټولو بلوڅانو غواړي چې د خپلو حقونو او ازادۍ لپاره له کورونو راووځي او د پاکستاني پوځ خلاف دغه مبارزه کې برخه واخلي.
دا داسې مهال د چې د پاکستان پوځ تېره ورځ په بلوچستان کې د ۴۰ وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکړی.