د افغانستان د بانکونو اتحادیې له نړیوالو بانکونو او ټولنې د بانکي اړیکو د بیا احیا په برخه کې د عملي همکاریو غوښتنه کړې.
د افغانستان د بانکونو ټولنې نن پنجشنبه دلوې ۲ / جنوري ۲۲ یوه خبرپاڼه کې ویلي، د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار کې یې د افغان سوداګریزو بانکونو، افغان ـ امریکا د سوداګرۍ خونې او نړیوالو شریکانو په همکارۍ، د بانکي متقابلو اړیکو د پراختیا په هدف نړیوال کنفرانس ترسره کړ.
په دې کنفرانس کې د افغانستان د بانکونو ټولنې، افغان سوداګریز بانکونو او د لسګونو نړیوالو بانکونو او مالي بنسټونو ترڅنګ، د نړیوالې ټولنې استازو، سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود.
په دغه کنفرانس کې په واضح توګه وویل شول چې د افغانستان بانکي سکتور د نړیوالو بندیزونو لاندې نه دی، بانکونه نړیوال سوداګریز بازار لري او په کلني ډول سلګونه میلیون ډالره مالي انتقالات ترسره کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ثبات، باور او بیا وصل کېدو پر لور په ډاډمنو ګامونو کار روان دی.
د افغانستان د بانکونو ټولنې له نړیوالو بانکونو او ټولنې وغوښتل چې د بانکي متقابلو اړیکو د پیاوړتیا او بیا احیا په برخه کې عملي همکاري وکړي.
د یاد کنفرانس ګډونوالو هم له افغان بانکونو سره د همکاریو د پراخولو لپاره بشپړ چمتووالی څرګند کړ.
د افغانستان د بانکونو ټولنه دغه کنفرانس د باور د بیارغونې، د پیسو د لېږد اسانتیا او د نوو سوداګریزو فرصتونو د رامنځته کېدو په برخه کې، د افغانستان د بانکي سکتور لپاره یو مثبت او هیلهبښونکی ګام بولي.