Asset 1SWN

سلام وطندار

پاکستان کې اورلګېدنه؛ د مړو شویو شمېر ۶۰ ته لوړ شوی

2026-01-21T075200Z_789914934_RC2H5JAW3HJN_RTRMADP_3_PAKISTAN-FIRE-1769062784

پاکستاني چارواکو ویلي چې د کراچۍ په یوه سوداګریز مرکز کې د اورلګېدنې له امله د وژل شویو شمېر لږترلږه ۶۰ کسانو ته لوړ شوی دی.

د چارواکو په وینا، د ګل پلازا شاپنګ سنټر د لټون او ژغورنې عملیات د پنجشنبې پر ورځ هم روان وو او ډلې هڅه کوي له هغو تر ۸۰ ډېر کسانو برخلیک معلوم کړي چې د شنبې ورځې د اورلګېدنې وروسته لاهم نادرکه دي.

یاد سوداګریز مرکز په ګڼ‌مېشته تجارتي سیمه کې موقعیت لري.

د کراچۍ سوېلي سیمې د پولیسو مرستیال مشر (ډي‌آی‌جي) سیداسدرضا «ډان» ورځپاڼې ته ویلي چې لږترلږه ۳۰ جسدونه په یوې هټۍ کې موندل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د وروستیو موندنو پربنسټ، د مړو شویو اټکلي شمېر ۶۱ ته رسېږي، خو وروستۍ شمېره به د ډي‌اېن‌اې ازموینو له بشپړېدو وروسته تایید شي.

د کراچۍ سوېلي ولسوالي مرستیال کمېشنر جاوېد نبي کهوسو هم پاکستاني رسنیو ته ویلي چې دغه جسدونه د «دوبۍ کراکري» په نوم له یوې هټۍ څخه موندل شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هغه په وینا، قربانیانو د ځان د ژغورنې په هڅه کې هټۍ له دننه قلف کړې وه.

ځايي رسنیو راپور ورکړی چې یاد کسان وروسته له هغه هټۍ ته ننوتلي وو چې د اورلګېدنې په لومړیو شېبو کې په مال کې ګډوډي او منډه ترړه رامنځته شوې وه.

د سند اعلی وزیر مراد علي شاه د مړو شویو شمېر پر زیاتېدو خواشیني وښوده او امر یې کړی چې د ودانۍ د پاتې شونو لرې کول دې تر هغه ودرول شي چې ټول جسدونه نه‌وي ترلاسه شوي.

چارواکو ویلي چې د پېژندنې لپاره د موندل شویو پاتې شونو نمونې راټولېږي او خبرداری یې ورکړی چې د مړو شمېر ښايي نور هم لوړ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام