د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، د سالنګ لویهلاره نن سهار پنځه نیمې بجې د واورې، توفان او د لید ساحې د خنډ له امله د هر ډول وسایطو د تګ – راتګ پر مخ وتړل شوه.
حقشناس ویلي چې د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست کارکوونکي هڅه کوي چې د هوا په ښه کېدو سره ساحه له واورې پاکه او لاره د ترافیکو پر مخ پرانېزي.
د سالنګونو لویه لاره چې د هېواد نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي، د ژمي په موسم کې یوه له خطرناکو لارو شمېرل کېږي چې د سختو اورښتونو او توفانونو له امله ډېر کله تړلې وي.