د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ایران بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي سره ټلیفوني خبرې کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي تېره شپه ناوخته پر اېکسپاڼه لیکلي، د ایران او اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیرانو د دوهاړخیزو اړیکو او سیمه کې د روان وضعیت په اړه خبرې کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې راغلي: «عراقچي د افغانستان د دولت، ولس او رسنیو له مثبتو دریځونو مننه کړې او په بېلابېلو برخو کې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوهاړخیزې اړیکې د ودې په حال کې بللي.»
اخوا، د ایران بهرنیو چارو وزارت هم پر اېکس لیکلي چې عراقچي او امیرخان متقي د اقتصادي او سوداګریزو مسایلو، د اقتصادي اړیکو د پراختیا پر لارو چارو او د سوداګرۍ په برخه کې د اسانتیاوو په رامنځته کولو بحث او خبري کړې دي.