یو شمېر کارګر ماشومان وایي، د سختو اقتصادي فشارونو ترڅنګ د سرپرست نهشتون ښوونځي ته له تګ محروم کړي.
دوی سلاموطندار سره خبرو کې وايي، د ژوند لګښتونو د برابرولو لپاره اړ شوي درانه او ستړي کوونکي کارونه وکړي، خو سره له دې بیا هم نه شي کولی د ژوند لومړنۍ اړتیاوې برابرې کړي.
دوی وویل، دغې موضوع یې ماشومتوب او ارامي ور څخه اخیستې.
۱۱ کلن جمعهخان او ۱۳ کلن عبدالخیر د خپلو ۹ کسیزو کورنیو یوازیني نفقهبرابرونکي ماشومان دي او وايي، د ژوند یوازینۍ هیله یې ښوونځي ته تګ او د خپلو دسترخوانونو پر سر د یوې مړۍ ډوډۍ لرل دي.
«بازار کې کثافات او کاغذونه ټولوم. لېواله یم چې ښوونځي ته لاړ شم او زدهکړه وکړم، دولت دې راسره مرسته وکړي. هره ورځ چې کاغذ راټولوم، هغه خرڅوو او له پیسو یې لږ څه ګټل کېږي چې پرې ډوډۍ واخلو.»
«په کور کې نهه کسان یو. زه کاغذ او پلاستیک راټولوم او هره ورځ شاوخوا له ۲۰ تر ۳۰ روپیو عاید لرم. سهار چې له کوره وځم، خپله بوجۍ له پلاستیکونو ډکوم، بیا یې سوداګر ته وړم او کور ته ستنېږم. له غرمې ډوډۍ وروسته بیا هم کاغذ ټولوم. موږ هېڅ نهلرو. ښوونخي ته نه شم تللی، ځکه پلار مې کار نه شي کولی، ډېر زوړ او کمزوری شوی. زما ستره هیله دا ده چې ښوونځي ته لاړ شم او زدهکړه وکړم.»
نړیوالو بنسټونو څو ځله خبرداری ورکړی چې افغان ماشومان له سختو او اندېښمنو شرایطو سره مخ دي.
پراخه بېوزلي، د خوړو ناامني، له زدهکړو محرومیت او روغتیایي خدمتونو ته محدود لاسرسی، د افغانستان د میلیونونو ماشومانو پر ژوند اغېز کړی او د هغوی د راتلونکې په اړه يې اندېښنې زیاتې کړي.
د غور ولایت اوسېدونکی ۱۵ کلن میرویس او د کابل اوسېدونکی ۱۰ کلن ایمل، سلاموطندار ته وایي، سره له دې چې درانه او ستړي کوونکي کارونه کوي، بیا هم د خپل ژوند لګښتونه نهشي پوره کولی.
د دوی یوازینۍ هیله ښوونځي ته تګ، د ښوونځي کالي اغوستل او د ښوونکي مخې ته کېناستل دي.
«کاسې وېنځم، پیالې وینځم او صفايي کوم، همدا زموږ کارونه دي. موږ هر څه ته اړتیا لرو. ډوډۍ، غوړي او بورې ته اړتیا لرو. هیله لرم چې سهار له خوبه پاڅم، یوازې خپله بکس پر اوږه کړم او ښوونځي ته لاړ شم. درانه او سخت کارونه کوو، نه کومه ګټه لري او نه کومه پایله. کاشکې چا زمونږ ملاتړ کولی چې درس مې لوستی وی.»
«په کور کې اووه کسان یو. زه خپله بوتلونه راټولوم او هره ورځ پنځه تر لسو ډوډیو پورې کور ته وړم. زموږ غوښتنه له دولت څخه دا ده چې زمینه برابره کړي، څو وکولی شم زدهکړه وکړم او درس ولولم.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ملګرو ملتونو سازمان د جینوا دفتر اعلان کړی چې هر ماشوم حق لري بې له وېرې او تاوتریخوالي لوی شي او باید تل او هر ځای خوندي وساتل شي. دغه دفتر په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې ماشومان باید له هر ډول تاوتریخوالي څخه خوندي پاتې شي.
کارګر ماشومان په داسې حال کې د اقتصادي فشارونو د زیاتېدو او له زدهکړو د محرومیت شکایت کوي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولان د افغان کارګرو ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او فشار د کمولو لپاره د خپلو هڅو خبره کوي.
د یاد وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي سلاموطندار ته وایي: «د کار او ټولنیزو چارو وزارت د افغانستان په کچه د ماشومانو د ستونزو رسېدنه خپل مسؤلیت ګڼي. پر همدې بنسټ، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په ټولو ولایتونو کې د ماشومانو د ساتنې کمېټې جوړې شوي. د اسلامي امارت له بیا راتګ راهیسې تر اوسه د شاوخوا ۵۰ زره ماشومانو قضیو ته رسېدنه شوې. د دغو قضیو له ډلې تر ټولو زیاتې د شاقه او درنو کارونو د ترسره کوونکو ماشومانو پورې تړاو لري. همدارنګه، د ماشومانو د روزنې مرکزونه هم جوړ شوي چې دامهال پکې له ۱۰ زرو زیات ماشومان تر روزنې او پالنې لاندې دي.»
په همدې حال کې د بشري حقونو یو شمېر فعالان د افغان کارګرو ماشومانو پر وړاندې پر شته ننګونو د ټینګار ترڅنګ وایي، حکومت کولی شي د مناسبو تګلارو په عملي کولو سره، هېواد کې د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي.
د بشري حقونو فعال جمعهخان پویا په دې اړه وایي: «د نافذه قوانینو او اسلامي لارښوونو له مخې، دا د ماشومانو مسلم حق دی چې د ژوند له ټولو بنسټیزو خدمتونو څخه برخمن وي، له دې جملې څخه د زدهکړې حق، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی او سالمو خوړو ته رسېدل دي. د ماشومانو د وضعیت د ښه کېدو لپاره اړینه ده چې اسلامي لارښوونې په بشپړ درناوي او کره توګه عملي شي، تر څو د ماشومانو د بشري حقونو ستونزې هوارې شي. ماشومان باید د ټولنې د محرک ځواک او تپېدونکي زړه په توګه وپېژندل شي او هغوی ته لا زیاته پاملرنه وشي.»
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې اوچا (OCHA) د وروستیو شمېرو له مخې، په افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو یو يې په درنو او ستړي کوونکو کارونو بوخت دی، هغه ستونزه چې د حقونو د فعالانو په وینا، یوه پراخه ټولنیزه او بشري ننګونه ده او د حل لپاره یې اړینه ده چې حکومت، مدني ټولنه، کورنۍ او اړوند بنسټونه په بېړني ډول اقدام وکړي، څو افغانستان کې ماشومانو ته د زدهکړو، روزنې او سالم ژوند زمینه برابره شي.