د لندن مېشت بنسټ «Henley & Partners» د پاسپورټونو د ځواک په وروستي شاخص کې د افغانستان پاسپورټ یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو کمزوری پاسپورټ بللی دی. د دې راپور له مخې، د افغانستان پاسپورټلرونکي کولای شي یوازې ۲۴ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر وکړي.
دا شاخص چې د «Henley & Partners» لهخوا د نړیوال هوايي ترانسپورت ټولنې (IATA) د معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی، د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو پاسپورټونه یې ارزولي دي. په دې نوملړ کې افغانستان په وروستي، ۱۰۱م مقام کې ځای لري.
له افغانستان وروسته، سوریه د دویم کمزوري پاسپورټلرونکی هېواد بلل شوی چې وګړي یې یوازې ۲۶ هېوادونو ته بېویزې سفر کولای شي. عراق بیا په درېیم ټیټ مقام کې دی او د هغه پاسپورټ ۲۹ هېوادونو ته د بېویزې سفر اجازه لري.
د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له ډلې، ایران او پاکستان هم په ټیټو رتبو کې راغلي دي. ایران د ۹۲م مقام په ترلاسه کولو سره خپلو وګړو ته د ۴۰ هېوادونو د بېویزې سفر امکان برابروي، خو پاکستان په ۹۸م مقام کې دی او یوازې ۳۱ هېوادونو ته لاسرسی لري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سنګاپور د نړۍ تر ټولو پیاوړی پاسپورټ لري او وګړي یې ۱۹۶ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولای شي. جاپان او سوېليکوریا په ګډه په دویم مقام کې دي او ډنمارک، لوګزامبورګ، هسپانیا، سویډن او سویس په ګډه درېیم مقام خپل کړی دی.
د راپور له مخې، د افغانستان پاسپورټ له شاوخوا شلو کلونو راهیسې تل د هنلي شاخص په پای کې یا نږدې ټیټو رتبو کې پاتې شوی دی. که څه هم اسلامي امارت د ۲۰۲۱کال په اګست کې پر افغانستان واکمن شو، خو لاهم پاسپورټونه «د افغانستان اسلامي جمهوریت» په نوم صادریږي.
د پاسپورټ دا ټیټه درجه د افغان وګړو پر سفر، زدهکړو، سوداګرۍ او نړیوالو فعالیتونو منفي اغېز لري. افغان اتباع د ویزې د ترلاسه کولو پرمهال له سختو شرایطو سره مخ کېږي او د امنیتي او کډوالۍ اندېښنو له امله پرې زیاتې پلټنې عملي کېږي.
د «Henley & Partners» راپور ښيي چې دوامدارې جګړې، بندیزونه، محدودې دیپلوماتیکې اړیکې او امنیتي اندېښنې هغه مهم عوامل دي چې د ټیټ رتبه لرونکو هېوادونو د وګړو د سفر ازادي محدودوي.