د ملګروملتونو سرمنشي وايي چې ایرانیان باید وکولای شي خپلې غوښتنې په سولهییز ډول بیان کړي او له وېرې پرته لاریون وکړي.
د ملګروملتونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د یاد سازمان د سرمنشي انتونیو ګوترېش له قوله ویل شوي چې د بیان ازادي او د سولهییزو غونډو حقونه چې په نړیوالو قوانینو کې په رسمیت پېژندل شوي، باید په بشپړ ډول درناوی او خوندي شي.
سرمنشي همداراز له ایراني چارواکو غوښتي چې له لوړ زغم او خویشتندارۍ کار واخلي او د غیرضروري او یا نامتناسب ځواک له کارولو ډډه وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په خبرپاڼه کې راغلي چې د وضعیت د لاخرابېدو مخنیوی باید وشي او د خلکو اساسي حقونه خوندي وساتل شي.
انتونیو ګوترېش معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي پر اهمیت هم ټینګار کړی او د اړیکو د بېرته ټینګولو غوښتنه یې کړې ده، څو خلک وکولای شي له خبرونو او معلوماتو سره ازاد لاسرسی ولري.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ایران په وروستیو ورځو کې د پراخو اعتراضونو شاهد دی او نړیوالې ټولنې د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې ده.