د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال سید مالک حسیني او پلاوي سره لیدنه کې په دوه اړخیزو کاري، سوداګریزو او اقتصادي اړیکو خبرې کړي.
دغه وزارت نن (یکشنبه، جدي ۱۴) یوه اعلامیه کې ویلي، دواړو لورو د کار ځواک په تبادلې، د فني او حرفوي زدهکړو د پراختیا پر څرنګوالي، د دواړو هېوادونو د کار بازار په مطالعې او د اړتیاوو پر تشخیص، ایران کې د مېشتو افغان کارګرانو د حقوقو پر خوندیتوب او نورو موضوعاتو خبرې کړي.
ملا عبدالمنان عمري زیاته کړه، اسلامي امارت غواړي چې له هېوادونو سره په ځانګړي ډول ایران سره په منظم، قانوني او ګټور ډول د مسلکي او په کارپوه کارګرو د لېږد پر څرنګوالي، په هغه هېواد کې د هغوی د حقونو خوندي کولو او د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په برخه کې تفاهم ته ورسېږي او له هغه هېواد سره د کار ځواک تبادله وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورپسې د ایران د کار، تعاون او ټولنیزې هوساینې وزارت مرستیال سید مالک حسیني هم وویل:
«ایران چمتو دی چې د کارګرانو په قانوني انتقال، د ماهرو او مسلکي کاریګرو په تبادلې، په بېلابېلو برخو کې د فني او حرفوي زدهکړو د لنډمهاله او اوږدمهالو پروګرامونو په لار اچولو او ټولنیز ملاتړ په برخو کې د ګډو پروژو د تطبیق له لارې د افغانستان ترڅنګ پاتې شي».
همداراز ښاغلي حسیني له افغانستان سره د ایران د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړ او ټینګار یې وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته تاریخي، کلتوري او دینی اړیکې باید پراختیا ومومي.
دواړو لوریو ژمنه وکړه، چې د کاري فرصتونو، د کاري بازارونو پر پراختیا، د فني او حرفوي زدهکړو، کډوالو چارو او د انساني همدردۍ پر بنسټ، خپل تعاملات نور هم پراخ کړي او په دې برخه کې ګوټلي ګامونه واخلي.
په پای کې سید مالک حسیني د کار او ټولنیزو چارو له وزیر څخه غوښتنه وکړه چې د دوهاړخیزو کاري اړیکو د پراختیا په موخه دې ایران ته رسمي سفر وکړي .