Asset 1SWN

سلام وطندار

د برېل خط نړیواله ورځ؛ هېواد کې نابینایان برېل خط ته لاسرسی نه‌لري

83c8c9b7-8fdc-4c12-b7ba-81372b95448c

د برېل خط نړیوالې ورځې سره هم‌مهاله، یوشمېر هغه معلولان چې په سترګو څه نه‌ویني وايي، هېواد کې ګڼ شمېر نابینایان برېل خط ته لاسرسی نه‌لري.

دوی غوښتنه کوي چې د ټول هېواد په سطحه دې د نابینایانو لپاره برېل خط ته د لاسرسي زمینه برابره شي.

دوو نابینایانو عبدالحی حقپرست او محمد احسان فیاض په دې اړه وویل:

«ډېری نابینایان له برېل لیک څخه بې‌برخې دي. دویم دا چې د برېل لیکدود ځانګړی د نابینایانو لپاره دی، خو ویلی شو چې د مطالعې، ضروري او ګټورو کتابونو نشتوالی په بریل لیک کې یو جدي ستونزه ده. په ټوله کې، هغه ستونزې چې د بریل لیک له لارې د لارښوونې او زده‌کړې په برخه کې په نورو هېوادونو کې پرې کار شوی، هلته نابینایان ترې استفاده کولی شي؛ خو افغانستان کې له بده‌مرغه په دې برخه کې هېڅ اغېزناک کار نه دی شوی.»

« د هېواد نابینایانو ته د برېل خط د نړیوالې ورځې مبارکي وایم. زموږ د زده‌کړې او روزنې ستونزې لا هم پر ځای پاتې دي. که څه هم په هېواد کې د یو شمېر روشندلانو لپاره د زده‌کړې او روزنې امکانات شته، خو احصایې ښيي چې افغانستان کې د نابینایانو شمېر څو لکو ته رسېږي، حال دا چې د ټولو لپاره د تعلیم او تربیې خدمتونه او د بریل لیک اسانتیاوې موجودې نه دي او په ملي کچه د نابینایانو لپاره د مطالعې ځانګړې کتابتون هم نشته.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


برېل یو لیکدود دی چې نابینایان ترې د لیک لوست لپاره استفاده کوي. دا لیکدود د خپل مخترع، لویی بریل چې خپله هم نابینا و، په نوم نومول شوی او د جنورۍ څلورمه د بریل د نړیوالې ورځې په توګه پېژندل کېږي.

په همدې حال کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې مسوولان وایي چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته تر اوسه پورې له ۷ زرو څخه زیات درسي کتابونه په بریل لیک چاپ او خپاره شوي دي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رسنیو سره د همغږۍ برخې مسوول سید سفیر منصوري په دې اړه وایي:

«له مطبعې څخه د زده‌کوونکو او محصلانو لپاره کتابونه او درسي مواد چاپ او خپرېږي. تراوسه پورې د نابینایانو لپاره شاوخوا ۷ زره کتابونه په بریل لیک چاپ شوي او پلان لرو چې هر کال له څلورو زرو څخه زیات جلده کتابونه د نابینایانو لپاره په بریل لیک چاپ کړو.»

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د شمېرو له مخې، دا مهال په هېواد کې د نابینایانو او کاڼو د عصري زده‌کړو د برابرولو لپاره ۲۶ د ځانګړو زده‌کړو مرکزونه فعالیت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام