دغه سروې د ۱۸۰۰ ښاریانو په مستقیم ګډون او د کابل ښار د شلو ناحیو د نږدې ۱۵۰۰۰ اوسېدونکو په غیرمستقیم پوښښ سره، دغه ښار کې د څښاک اوبو ته د خلکو د لاسرسي او د ځمکې لاندې اوبو وضعیت څرګندوي. د دغې سروې پایلې د هېواد پلازمینه کې د اوبو بحران څخه اندېښمنونکی وضعیت ښيي.
مهمې موندنې:
۹۲.۳ سلنه ګډونوال په تېرو پنځو کلونو کې د اوبو سطحې د پام وړ ټیټوالی تاییدوي
۶۲.۲ سلنه ګډونوال راپور ورکوي چې د ځمکې لاندې اوبو سطحه تر ۴۰ مترو ډېره ښکته ده
۶۲.۴ سلنه ګډونوال د اوبو د لوړو لګښتونو د پرې کولو توان نه لري
۷۱.۸ سلنه ګډونوال باور لري چې حکومت د اوبو پر وېش هېڅ ډول څارنه نهلري
مهمې سپارښتنې:
دا راپور له حکومته د بېړني اقدام غوښتنه کوي، څو د دولتي اوبو رسولو شبکه پراخه، د ټیټ عاید لرونکو کورنیو لپاره مرستندوی سیستم رامنځته، پر خصوصي سکتور څارنه پیاوړې او د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د ساتنې لپاره اوږدمهاله پانګونه وکړي.
مقدمه
د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی د بشر له بنسټیزو حقونو څخه دی او د دوامدارې پراختیا یو اساسي شرط بلل کېږي. خو د ۲۰۲۳ کال کې د ملګروملتونو د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د ګډ پروګرام د راپور له مخې، لا هم په نړۍ کې له ۲.۲ میلیارد څخه ډېر خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري. دا کړکېچ په ټیټ عایدلرونکو او له بحران سره مخ هېوادونو کې لا شدید دی؛ چېرې چې د سیاسي بېثباتۍ، اقتصادي بېوزلۍ، اقلیمي بدلونونو او د ښاري نفوس د بېسارې ودې ګډ اغېز، د اوبو بحران د انساني امنیت له مهمو ګواښونو څخه ګرځولی.
په همدې حال کې، د جنوبي اسیا په سیمه کې ۱۸ سلنه نفوس د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نهلري. افغانستان چې ۲۷ سلنه وګړي یې له پاکو اوبو بېبرخې دي، د سیمې له منځنۍ کچې هم بد وضعیت لري. دغه شمېرې په ښاري سیمو کې چې د نفوس زیاتوالي له سخت فشار سره مخ دي، لا زیاتې اندېښمنوونکې دي.
اخوا، کابل ښار چې د سیمې په کچه له تر ټولو ګڼنفوسه او په چټکۍ سره د ودې په حال کې پلازمینو څخه شمېرل کیږي، د دې څواړخیز کړکېچ روښانه بېلګه بلل کېږي. دغه ښار د څه باندې ۶ میلیون نفوس او کال کې په نږدې ۳.۵ سلنه ودې سره، د څښاک اوبو برابرولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دی.
همدارنګه، کابل ښار د سیمې له هغو پلازمېنو دی چې د اقلیمي بدلونونو له اغېزو ډېر زیانمنونکی دی. په وروستیو کلونو کې د دې ښار اوسېدونکي د څښاک د اوبو برابرولو لپاره له پراخو ننګونو سره مخ شوي؛ د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پام وړ کمښت څخه نیولې، د اوبو د برابرولو د لګښتونو تر زیاتوالي پورې. افغانستان، په ځانګړي ډول کابل ښار، دا مهال د اوبو له څواړخیز کړکېچ سره مخ دی؛ داسې کړکېچ چې د ښاریانو د څښاک اوبو ته لاسرسی یې محدود کړی چې ټولنیزې او اقتصادي پایلې له ځانه سره لري.
د مسلې طرحه او بیانول
د څښاک اوبو ته د نهلاسرسي کړکېچ یوازې په یو چاپېریالي بدلون پورې محدود نه دی؛ بلکې پر یوه انساني کړکېچ بدل شوی چې د میلیونونو ښاریانو ژوند ګواښي. اوبه د ژوند د دوام لپاره حیاتي سرچینه ده چې کمښت یا ککړتیا یې پر روغتیا، اقتصاد او ټولنیز امنیت مستقیم اغېز لري.
اخوا، دې وروستیو کلونو کې کابل ښار د ځمکې لاندې اوبو سرچینو د پام وړ کمښت سره مخ شوی. غیررسمي راپورونه ښيي چې په ځینو سیمو کې د اوبو سطحه له ۳۰ تر ۵۰ مترو پورې ټيټه شوې. دغه کمښت، د ښاري نفوس د چټکې ودې، د دولتي اوبو رسولو زیربناوو د کمزورتیا او کړکېچن وضعیت رامنځته کړی.
دې سره، د دغه دې کړکېچ د واقعي اړخونو په اړه کره او هراړخیز مالومات محدود دي. له همدې امله، دغه څېړنه کې هڅه شوې هغو بنسټیزو پوښتنو ته ځوابونه وموندل شي چې تر اوسه بېځوابه پاتې دي:
- څومره سلنه ښاریان دوامدارو څښاک اوبو ته لاسرسی لري؟
- د اوبو برابرولو اصلي سرچینې کومې دي او څنګه وېشل شوي؟
- د اوبو برابرولو اقتصادي لګښتونه څومره دي او د کورنیو د عاید له کومې برخې سره برابر دي؟
- د دې کړکېچ ټولنیزې پایلې (بېځایه کېدل) تر کومه بریده دي؟
د څېړنې مخینه
کابل ښار کې د اوبو کړکېچ موضوع له راپورته کېدو وروسته، یوازې محدود شمېر رسنیو او څېړنیزو مرکزونو دغې موضوع ته پاملرنه کړې. د مسئلې له ارزښت او د ټولنې له اړتیاوو سره سره، د کابل ښار د څښاک اوبو د بحران د شننې او ارزونې لپاره ډېر کم علمي او څېړنیز مالومات تولید شوي. دلته د ځینو ترسره شویو څېړنو او د هغوی د کمزورو ټکو یادونه کېږي:
الف) «د کابل د اوبو کړکېچ» تر عنوان لاندې څېړنه ده چې د Mercy Corps موسسې لخوا د ۲۰۲۵ کال د جون په میاشت کې د کابل د اوبو سرچینو د وضعیت په اړه شوې. دغه څېړنه ښيي چې د اوبو نیمايي څاګانې وچې شوي او ۸۰ سلنه د ځمکې لاندې اوبو سرچینې د ککړتیا او مالګینوالي له امله د کار وړ نه دي.
ب) «د کابل د اوبو کړکېچ؛ د بحران په درشل کې» د افغانستان د شنونکو د شبکې لخوا بل راپور دی. دې فکري بنسټ د کابل د اوبو کړکېچ په اړه شته شننې راټولې کړي چې د موندنو له مخې یې، ښايي کابل ښار د اوبو د مخینې استفادې، اقلیمي بدلونونو او د پانګونې نشتوالي له امله تر ۲۰۳۰ کال پورې د ځمکې لاندې اوبو سرچینې په بشپړه توګه له لاسه ورکړي.
ج) «د اوبو سطحې ټیټېدل او د اوبو خصوصي کېدل؛ د کابل اوسېدونکي د اوبو د کړکېچ د پراخېدو خبرداری ورکوي» د بل راپور عنوان دی چې د هشتصبح ورځپاڼې خپور کړی. دغه راپور د کابل ښاریانو پر روایتونو ولاړ دی او د کابل د اوبو سرچینو کمښت په اړه د مرکهکېدونکو نظر ته په کې انعکاس ورکړل شوی.
سره له دې چې دغه موضوعات تر یوه ځایه د کابل ښار د اوبو کړکېچ انځور وړاندې کوي او د ستاینې وړ دي، خو د کابل د اوبو سرچینو د کمښت په اړه د وروستیو مخامخ جزییاتو روښانه او کره انځور نهوړاندې کوي. دا ډول روښانه انځور یوازې د کابل له ښاریانو سره د مخامخ اړیکې له لارې ممکن دی او باید پر احصایوي مالوماتو ولاړه سروې ترسره شي.
له همدې امله، هغه سروې چې د سلامافغانستان مؤسسې (سلاموطندار راډیو) لخوا پیل شوې، همدې مهمې موخې ته ځانګړې شوې، څو وکولی شي د ښاریانو د دوامدارو څښاک اوبو ته د لاسرسي کچه په روښانه ډول وړاندې کړي. خو د کړکېچ د پراخوالي له مخې، دا سروې هم بسنه نه کوي او اړتیا ده چې په دې برخه کې لا ډېرې څېړنې او هڅې ترسره شي.
د څېړنې موخې
د دې څېړنې ترسره کول پر څو اساسي موخو ولاړ دي چې په عمومي ډول د بنسټیزو موخو او فرعي موخو په توګه وېشل کېدی شي. په دوامداره توګه د څښاک اوبو ته د کابل ښاریانو د لاسرسي کچې څخه د شمېرو ترلاسه کول، په دې برخه کې د هغوی د لګښتونو اندازې مالومول او د یادو ښاریانو د اقتصادي عاید کچه، د دې څېړنې اساسي او عمده موخې ګڼل کېږي.
د څښاک اوبو برابرولو لارې چارې، کابل ښار کې د ځمکې لاندې اوبو سرچینو کې رامنځته شوي بدلونونه، د اوبو رسولو د شرکتونو د فعالیت ښه کېدو لپاره وړاندیزونه او دا چې څومره خلک د اوبو د بحران له امله د استوګنې د ځای بدلولو ته اړ شوي، د دې څېړنې فرعي موخې جوړوي.
د څېړنې اهمیت
د هرې مخامخ څېړنې ارزښت د هغې له ماهیت او موضوع سره تړاو لري. کله چې د ټولنیز ژوند له یوې پراخې او ګډوډوونکې ننګونې سره مخ کېږو، د څېړنې اهمیت لا ډېر غښتلی کېږي. د اوبو کړکېچ داسې یوه ستونزه ده چې د انسانانو پر ټولو اړخونو اغېز لري. د څښاک اوبو ته د کابل ښاریانو د لاسرسي سروې اهمیت د څو بنسټیزو لاملونو له مخې لا زیاتېږي؛
- دا سروې داسې مهال شوې چې د افغانستان، په ځانګړي ډول د کابل ښار د اوبو کړکېچ په اړه د نړېوالې ټولنې پراخې اندېښنې شته.
- د څښاک اوبو ته د کابل ښاریانو د لاسرسي په اړه تر دامهاله کمې مخامخ او ډاټا-محوره څېړنې شوي او اوس دغه تشه په جزوي ډول ډکه کېږي.
- په دې سروې کې ۱۸۰۰ کسانو په مستقیم ډول او نږدې ۱۵۰۰۰ نورو په غیر مستقیم ډول برخه اخیستې چې کولی شي د څښاک اوبو ته د کابل ښاریانو د لاسرسي یو روښانه انځور وړاندې کړي.
- په دې نظرپوښتنه کې، په دوامدارو توګه د څښاک اوبو ته د لاسرسي ترڅنګ، د ښاریانو عاید کچه هم ارزول شوې چې پر دې اغېز لري چې څنګه کولی شي د صحي اوبو په برخه کې خپلې اړتیاوې پوره کړي.
میتودولوژي
د څېړنې ډول: تطبیقي، تشریحي-تحلیلي
کړنلاره: کمي (Quantitative)
طریقه: مقطعي سروې (Cross-sectional Survey)
وسیله: جوړ شوی پوښتنلیک (Structured Questionnaire)
موخه: ټول هغه ښاریان چې عمر یې ۱۸ کاله او تر دې پورته وي او په کابل ښار کې اوسیږي (د هرې کورنۍ یوازې یو غړی)
د نفوس حجم: د کابل ښار د وروستي احصایوي اټکل له مخې، نفوس شاوخوا ۶.۱ میلیونه دی چې له دې جملې ۳.۱ میلیون نارینه او ۳ میلیون ښځې دي.
جغرافیایي پوښښ: د کابل ښاروالۍ شل ناحیې
۸.۳ د بېلګې اخیستو میتودولوژي
د بېلګې اخیستو ډول: څوپړاویز خوشهای بېلګه اخیستل (Multi-stage Cluster Sampling)
د بېلګې اخیستنې پړاوونه:
لومړی پړاو – د ناحیو ټاکل:
د جغرافیایې بشپړ پوښښ لپاره، د کابل ښار ټولې ۲۰ ناحیې په سروي کې شاملې شوې.
دویم پړاو – د سیمو ټاکل:
په هر ناحیه کې سیمې په تصادفي ډول وټاکل شوې.
درېیم پړاو – د کورنیو ټاکل:
په هره سیمه کې کورنۍ په سیستماتیک تصادفي ډول وټاکل شوې او له هرې کورنۍ څخه یو غړی چې عمر یې ۱۸ کاله او تر دې پورته وي، د ځواب ویونکي په توګه غوره شوی.
د نمونې حجم (Sample Size)
ټول ځواب ویونکي: ۱۸۰۰ کسان
د باور کچه: ۹۵٪
د تېروتنې حاشیه ±۲.۳٪
د ناحیو شمېر: ۲۰ ناحیې
د کورنۍ منځنۍ اندازه: ۸.۱۵ کسان
غیرمستقیم پوښښ: نږدې ۱۴,۶۸۰ کسان
یادونه: د غیر مستقیم پوښښ شمېر له دې محاسب کېږي چې هر ځواب ویونکی د خپلې کورنۍ د ټولو غړو استازیتوب کوي، له همدې امله د ۱۸۰۰ مستقیم ګډونوالو سره نږدې ۱۴,۶۸۰ تنه غیر مستقیم شامل دي.
د نظرپوښتنې موندنې
د څښاک اوبو ته د کابل ښاریانو د لاسرسي سروې پایلې ښيي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره د اوبو سرچینې کمېږي او د اوبو برابرولو لاروچارو لګښت زیاتیږي. د کابل ښار د شلو ناحیو اکثریت ځواب ویونکي د اوبو سرچینو د کمښت خبره تاییدوي او ټینګار کوي چې حکومت او نړیوالې موسسې باید د دې چاپېریالي ستونزې د حل لپاره جدي پروګرامونه جوړ او عملي کړي.
۱- د نظرپوښتنې ډیموګرافي (خلک مشخصول)
د څښاک اوبو ته د کابل ښاریانو د لاسرسي سروې د سلامافغانستان مؤسسې (سلاموطندار راډیو) لهخوا ترسره شوې چې په مستقیم ډول ۱۸۰۰ کسانو او په غیرمستقیم ډول نږدې ۱۵۰۰۰ کسانو په کې ګډون کړی دی.
عمر
د دې نظرپوښتنې د ګډونوالو عمر هم د پام وړ دی. د ځواب ویونکو له ډلې، (%۳۵.۱) سلنه چې ۶۳۱ کسان کیږي، عمر یې له ۱۸ تر ۲۵ کلونو دی او (%۳۴.۴) سلنه چې ۶۱۹ کیږي، عمر یې له ۴۰ پورته دی. په داسې حال کې چې د ځواب ویونکو (%۱۲.۴) سلنه چې ۲۲۳ تنه کیږي، عمر یې د ۲۵ او ۳۰ کلونو ترمنځ وو او (%۱۰) سلنه چې ۱۸۲ تنه کیږي، عمر یې د ۳۰ تر ۳۵ کلونو وو.

جنسیت
دغه سروې کې د نارینهوو د ګډون سطحه لوړه ده چې %۹۵۱ جوړوي او شمېر یې ۱۷۱۲ کسان کیږي، ښځې تر ټولو کم ګډون لري چې %۴.۹ جوړوي او شمېر یې ۸۸ دی.

د کورنیو تعداد
د دې سروې ترلاسه شوي مالومات ښيي چې د کورنیو د نفوسو تراکم د ښارني معیارونو په پرتله زیات دی. تر هغې کچې چې د ځواب ویونکو لویه برخه چې (%۵۵.۸) سلنه جوړوي او شمېر یې ۱۰۰۵ دی، وايي، د دوی د کورنۍ غړي له ۵ تر ۱۰ پورې دي او (%۱۸.۲) سلنه ځواب ویونکي چې ۳۲۷ تنه کیږي، وايي چې د دوی د کورنۍ غړي ۱۰ تر ۱۵ پورې دي. په داسې حال کې چې (%۸.۴) سلنه چې ۱۵۱ کیږي، وايي چې د دوی د کورنۍ غړي له ۱۵ زیات دي او یوازې (%۱۷.۶) سلنه هغوی چې ۳۱۷ تنه کیږي وویل، د دوی د کورنۍ غړي ۱ تر ۵ پورې دي.

زدهکړې
موندنې ښيي چې (%۳۹.۶) سلنه ځواب ویونکو چې شمېر یې ۷۱۳ تنه دی وویل، بېسواد دي او (%۱۵.۴) سلنه چې ۲۷۸ کسان دي وايي چې لومړنۍ زدهکړې لري. (%۲۹.۹) سلنه چې ۵۳۹ تنه دي، له دولسم ټولګي فارغ شوي او یوازې (%۱۳) سلنه چې ۲۳۴ تنه دي، لیسانس لري. په دې منځ کې، (%۲) سلنه هغوی چې شمېر یې ۳۶ تنه دی وویل، تر ماسټري پورې یې زدهکړې کړي.

ښاري ناحیې
دغه سروې د کابل ښار په شلو ناحیو کې شوې چې په کې تر ټولو زیات ګډونوال له نولسمې ناحیې څخه دي چې (%۸.۹) سلنه او شمېر یې ۱۶۰ تنه دی. د شپاړسم ناحیې ګډونوال تر ټولو لږ دي چې (%۱.۷) سلنه او شمېر یې ۳۰ تنه دی.

د ژوند کولو د ځای ډول
ډېری ځواب ویونکو چې (%۹۶.۴) سلنه کیږي او شمېر یې ۱۷۳۶ دی، وویل چې په حویلي کې ژوند کوي او یوازې (%۳.۶) سلنه هغوی چې ۶۴ تنه دي وویل، په اپارتمان کې ژوند کوي.

اقتصادي وضعیت
د ژوند د لومړنیو اړتیاوو برابرولو لپاره د هېوادوالو اقتصادي توان مهمه ونډه لري چې دې برخه کې د څښاک پاکو اوبو برابرول هم د خلکو اقتصادي توان پورې تړاو لري. د دې سروې موندنې همداراز ښيي چې ۶۲.۷سلنه ګډونوال چې ۱۱۲۹ کسان کېږي، متوسط اقتصاد، ۳۵.۴سلنه هم چې ۶۳۷ کسان کېږي، کمزوري اقتصاد، ۱.۷سلنه چې ۳۰ کسان کېږي، د فقر کرښې لاندې او یوازې ۰.۲سلنه هم چې څلور کسان دي، شتمن بلل شوي دي.

د میاشتني عاید کچه
د سروې له ګډونوالو څخه د دوی د میاشتني عاید په تړاو هم پوښتنه شوې چې د ژوند لګښتونو برابرولو کې مهمه ونډه لري. له دې ډلې ۶۳.۱سلنه چې ۱۱۳۶ کسان کېږي، ویلي، د میاشتې ۱۵زره افغانۍ عاید لري او ۱۵.۸سلنه چې ۲۸۶کسان کېږي، وايي، له ۲۱۰۰ تر ۵۰۰۰ افغانۍ عاید لري. ۹.۹.۲سلنه ځواب ویونکي چې ۱۷۹ کسان کېږي، د میاشتې یوازې ۲۱۰۰ افغانۍ عاید لري چې د فقر کرښې لاندې دي. ۵.۱سلنه چې ۹۳ کسان کېږي، ویلي چې له ۱۵ تر ۴۰زره افغانۍ میاشتنی عاید لري او یوازې ۳.۷سلنه هم چې ۶۸ کسان دي، وايي، له ۴۰زره ډېرې افغانۍ عاید لري.

اوبو ته د لاسرسي وضعیت
په دې نظرپوښتنه کې مهمه مسله د څښاک اوبو ته د کابل اوسېدونکی پایښتلرونکی لاسرسی دی. دې برخه کې مهم مسایل ارزول شوي؛ د اوبو سرچینې، ورځنی لاسرسی، د اوبو سرچینو ته د لاسرسي بدلون او د اوبو برابرولو تګلارې او…

د اوبو سرچینې
د سروې له مخې، د ځواب ویونکو لویه برخه چې ۵۶.۷٪سلنه یې برابره ده له ۱۰۲۱ کسانو سره، ویلي چې د دوی د څښاک اوبه د خصوصي شرکتونو له لارې تأمینېږي. په داسې حال کې، ۳۱.۳٪سلنه چې ۵۴۶ کسان جوړوي، وایي، له خپل شخصي یا ګډې څاه څخه اوبه ترلاسه کوي. سره له دې چې تمه کېده حکومت به په دې برخه کې مهم رول ولري، یوازې ۱۰.۵٪سلنه چې ۱۸۹ کسانو ته رسېږي، ویلي چې دولتي شرکتونه د دوی لپاره اوبه برابروي.
اوبو ته ورځنی لاسرسی
په کابل کې د څښاک اوبو د ورځني لاسرسي په اړه له ښاریانو پوښتنه شوې چې په یوه ورځ کې څو ساعته اوبو ته لاسرسی لري. له دې ډلې، ۴۰.۲٪سلنه چې ۷۲۳ کسان جوړوي، ویلي چې له ۶ ساعتونو زیات لاسرسی لري. ۱۲.۳٪سلنه چې ۲۲۲ کسان دي، وایي چې یوازې د ۱ تر ۳ ساعتونو پورې لاسرسی لري. په ورته وخت کې، ۱۰.۷٪سلنه چې ۱۹۲ کسان دي، ویلي، له ۱ ساعت څخه کم لاسرسی لري، ۳۲.۶٪سلنخ چې ۵۸۵ کسان دي، وایي، تل اوبو ته لاسرسی لري او یوازې ۴.۳٪سلنه چې ۷۷ کسان جوړوي، ویلي چې د ورځې په جریان کې ۳ تر ۶ ساعتونو پورې لاسرسی لري.

د اوبو د سطحې کموالی
په کابل کې ښاریانو څخه د وروستیو کلونو په جریان کې د اوبو د سطحې د کموالي په اړه پوښتنه شوې. له دې ډلې، ۶۲.۲٪سلنه چې ۱۱۱۹ کسان دي، ویلي چې د اوبو سطحه له ۴۰ مترو څخه زیاته راکمه شوې ده. ۱۶.۱٪سلنه چې ۲۸۹ کسان دي، وایي چې د ۲۰ تر ۴۰ مترو پورې کموالی راغلی. په ورته وخت کې، ۱۳.۲٪سلنه چې ۲۳۷ کسان دي، ویلي چې ۱۰ تر ۲۰ مترو پورې اوبه راکمې شوي او یوازې ۷.۷٪سلنه چې ۱۳۹ کسان دي، ویلي چې د اوبو سطحه له ۱۰ مترو څخه لږه کمه شوې ده.

د اوبو د تأمین لپاره د وخت لګښت
په کابل کې له ښاریانو څخه پوښتل شوي چې د اوبو د تامین لپاره څومره وخت مصرفوي. له دې ډلې، ۲۵.۷٪سلنه چې ۴۶۲ کسان دي، ویلي چې د وخت لګښت نهلري او برقي سیستم له لارې اوبه ترلاسه کوي. په ورته وخت کې، ۱۸.۷٪سلنه چې ۳۳۷ کسان دي، وایي چې په ورځ کې ۲ تر ۳ ساعتونه د اوبو د تأمین لپاره مصرفوي. ۵۲٪سلنه چې ۹۳۶ کسان دي، ویلي چې د اوبو د تامین لپاره له یو ساعت لږ وخت مصرفوي،او یوازې ۳.۶٪سلنه چې ۶۵ کسان دي، وایي چې د ورځې له ۵ ساعتونو څخه زیات وخت د اوبو د تامین لپاره مصرفوي.

د اوبو د برابرولو اقتصادي لګښت
د څښاک اوبو د لاسرسي وضعیت د ښه انځور لپاره، له کابل ښاریانو پوښتل شوي چې چې د اوبو د تامین لپاره څومره مالي لګښت کوي؟ له دې ډلې، ۵۳.۳٪سلنه چې ۹۶۱ کسان دي، ویلي چې په میاشت کې ۵۰۰ تر ۸۰۰ افغانی لګښت کوي. ۲۷.۱٪سلنه چې ۴۸۸ کسان دي، وایي چې په میاشت کې ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ افغانی لګښت کوي. ۵.۸٪سلنه چې ۱۰۶ کسان دي، ویلي چې د اوبو برابرولو میاشتنی لګښت یې ۱۶۰۰ تر ۲۰۰۰ افغانی دی. په ورته وخت کې، ۳.۵٪سلنه چې ۶۳ کسان دي، وایي چې ۲۰۰۰ تر ۳۰۰۰ افغانی مصرفوي، او یوازې ۲.۱٪سلنه چې ۳۸ کسان دي، وایي چې له ۳۰۰۰ افغانی څخه زیات د اوبو لپاره لګښت کوي. په دې منځ کې، ۶.۳٪سلنه چې ۱۱۴ کسان دي، ویلي چې د اوبو د تامین لپاره هیڅ لګښت نهکوي.

د اوبو د لګښت د زیاتوالي په صورت کې د خلکو اقدامات
په کابل کې د اوبو د سطحې د کمیدو په دوام، له ښاریانو پوښتنه شوې چې د څښاک د اوبو د لګښت د زیاتوالي په صورت کې څه اقدام وکړي. له دې ډلې، ۶۲.۴٪سلنه چې ۱۱۲۴ کسان دي، ویلي چې د زیات لګښت د ورکولو توان نه لري. ۲۹.۳٪سلنه چې ۵۲۸ کسان دي، وایي چې مجبور دي ور یېکړي. په ورته وخت کې، ۴٪سلنه چې ۷۲ کسان دي، ویلي چې د لګښت ورکولو توان لري او یوازې ۰.۸٪سلنه چې ۱۶ کسان دي، ویلي چې ښايي کډوال شي.

د لنډمهال لپاره د اوبو پرېکول
کله نا کله د څښاک اوبو ورځنی لاسرسی لنډمهاله پرې کیږي. په دې اړه له کابل ښاریانو پوښتل شوي چې د اوبو د نهشتون په صورت کې کوم بدیلونه غوره کوي. له دې ډلې، ۲۰.۵٪سلنه چې ۳۶۹ کسان دي، ویلي چې له ګاونډیانو مرسته اخلي. ۱۰.۸٪سلنه چې ۱۹۶ کسان دي، وایي، ښايي د اوبو د تامین لپاره د جوماتونو منابعو ته مراجعه وکړي. په ورته وخت کې، ۶۳.۴٪سلنه چې ۱۱۴۲ کسان دي، ویلي چې اوبه پیرودل غوره ګڼي او یوازې ۴.۷٪سلنه چې ۸۶ کسان دي، ویلي چې له خیریه موسسو مرسته اخلي.

د ژوند ځای د بدلولو وضعیت
په دې برخه کې له کابل ښاریانو غوښتل شوي چې په تیرو پنځو کلونو کې د اوبو د لاسرسي وضعیت د دوی د ژوند ځای د بدلولو سبب شوی که نه؟ له دې ډلې، ۸۷.۷٪سلنه چې ۱۵۸۰ کسان دي، ویلي چې نه. ۷.۲٪سلنه چې ۱۳۱ کسان دي، ویلي چې یو یا دوه ځله یې ناڅاپه د ژوند ځای بدلولو ته اړ شوي او ۳.۶٪سلنه چې ۶۵ کسان دي، ویلي چې څو ځله یې د ژوند ځای بدلولو ته اړ شوي دي.

د اوبو رسونې له خدمتونو رضایت
د کابل اوسېدونکو له هغو کسانو څخه پوښتنه شوې چې د اوبو اصلي سرچینې یې د خصوصي او دولتي شرکتونو له لارې دي، څو د دې شرکتونو د خدماتو په اړه خپل نظر څرګند کړي. له دې ډلې، ۴۳.۸٪سلنه چې ۷۸۹ کسان دي، ویلي چې د شرکتونو فعالیت کمزوری دی، ۳۳.۵٪سلنه چې ۶۰۴ کسان دي، ویلي چې فعالیت یې متوسط دی، ۱۶.۳٪سلنه چې ۲۹۵ کسان دي، د شرکتونو فعالیت خورا کمزوری بللی او یوازې ۳.۶٪سلنه د فعالیت ښه ارزونه کړې ده.

د اوبو کیفیت
د کابل ښار له هغو کسانو څخه پوښتنه وشوه چې د څښاک اوبو کیفیت څنګه ارزوي. له دې ډلې، ۵۱.۴٪سلنه چې ۹۲۶ کسان دي، د اوبو کیفیت ښه بللی، ۲۶.۷٪سلنه چې ۴۸۱ کسان دي، ویلي چې کیفیت خورا ټیټ دی او پرته له جوشولو او تصفیه کولو یې نشي کارولی، ۱۵٪سلنه چې ۲۷۰ کسان دي، ویلي چې کیفیت یې بد دی، او ۶.۲٪سلنه چې ۱۱۳ کسان دي، د اوبو کیفیت خورا خراب بللی دی.

د حکومت څارنه
د کابل ښاریانو څخه پوښتل شوي چې حکومت د اوبو رسولو شرکتونو پر فعالیت څومره څارنه کوي. له دې ډلې، ۷۱.۸٪سلنه چې ۱۲۹۴ کسان دي، ویلي چې حکومت هیڅ ډول څارنه نه کوي، ۲۰.۱٪سلنه چې ۳۶۲ کسان دي، وایي، کله ناکله څارنه کېږي، ۴٪سلنه چې ۷۳ کسان دي، ویلي چې معلومات نه لري او یوازې ۱.۶٪سلنه چې ۲۹ کسان دي، ویلي چې حکومت تل څارنه کوي.

د ښاریانو وړاندیزونه
په پای کې د کابل ښاریانو څخه غوښتل شوي چې خپل وړاندیزونه او نظریات څرګند کړي. له دې ډلې، ۵.۹٪سلنه چې ۱۰۷ کسان دي، د دولتي شرکتونو د زیاتوالي غوښتنه وکړه، ۳.۲٪سلنه چې ۵۸ کسان دي، د وضعیت د بحراني کیدو له امله د دولت د عاجل اقدام غوښتنه وکړه، او ۱۸.۶٪سلنه چې ۳۳۶ کسان دي، کوم وړاندیز ونه کړ.

د څېړنې پر وړاندې ننګونې
په افغانستان کې د میداني څېړنو ترسره کول له ځینو ننګونو او محدودیتونو سره مل وي چې د یوه معیارلرونکي څېړنې ترسره کول ستونزمنوي. د کابل ښار د ښاریانو د اوبو د لاسرسي سروې هم د دې لپاره چې د کابل د اوبو وضعیت روښانه انځور وړاندې کړي، له ګڼو ننګونو او محدودیتونو تېره شوه. دغه ننګونې پر بهیر او کیفیت یې بېاغېزه نهوې. په دې برخه کې به د دې سروې د ننګونو په اړه تفصیل وړاندې شي.
له امنیتي بنسټونو سره همغږي؛
د اسلامي امارت د نا لیکلي لارښوونو پر اساس، هر ډول میداني او ټولنیزې څېړنې باید له استخباراتي او امنیتي موسسو سره همغږي وي. که څه هم دا پرېکړه په اصل کې د غور وړ ده، خو کله ناکله د څېړنې بهیر ګډوډوي. ځینې وختونه دغه همغږي وخت نیسي او د څېړنې پر وړاندې ځنډ رامنځته کوي.
د ښاریانو د سواد ټیټه کچه؛
لکه څرنګه چې د سروې موندنې ښيي، د کابل ښاریانو سواد او پوهه ټیټه ده چې دا د میداني څېړنو پر همکارۍ منفي اغېز کوي. د پوهې ټیټوالی له دې سره مل دی چې ځواب ویونکو ته پوښتنې ستونزمنې ښکاري او د میداني څېړنو اهمیت نه پېژني چې په پایله کې د څېړنې دوامداره همکاري کمه کېږي.
جوړښتي بېباوري
یو بل مهم خنډ د څېړنې په بهیر کې د عامه نظر او د سروې د ټولنیزې ډلې بېباوري وه. خلک په میداني څېړنو او د هغوی پر سیاسي پریکړو باندې باور نهلري چې دا د څېړونکو له لوري د منظمه همکارۍ پر وړاندې خنډ رامنځته کوي. ډېری ښاریان د دې جوړښتي بېباورۍ له امله په دې برخه کې مرسته نهکوي.
وړاندیزونه
د میداني څېړنو دوام: د ټولنیزو ننګونو د ښودلو لپاره اړینه ده چې د هېواد د څېړنیزو او رسنیزو موسسو لهخوا پروګرامونه عملي شي، څو د حکومت او نړیوالو موسسو پام د دې ننګونو د حل لوري ته جلب شي.
د میداني څېړنو په اړه د پوهاوي لوړول: د دې لپاره چې ښاریان د څېړنیزو او رسنیزو موسسو سره منظمه همکاري وکړي، اړینه ده چې د میداني څېړنو اهمیت په اړه پوهاوی او فرهنګي زدهکړه پراخه شي. دا کار د عامه غونډو او سیمینارونو د جوړولو له لارې په عامو ځایونو کې عملي کېدای شي.
د حکومت ملاتړ: اسلامي امارت باید د میداني څېړنو د ترسره کولو لپاره هر اړخیزه همکاري وکړي. له امنیتي تامین څخه نیولې تر د څېړنې د اسانتیاوو برابرولو، د معلوماتو شریکولو او میداني همکارۍ پورې، د حکومت رول د دې څېړنو په بریالیتوب کې حیاتي دی.