د جاپان پلازمینه توکیو کې د افغانستان سفارت ویلي چې د ۲۰۲۶ کال د جنوري له ۳۱مې نېټې وروسته، خپل ټول فعالیتونه ځنډوي.
دغه سفارت نن (جمعه، جدي۵) یوه اعلامیه کې ویل شوي، له یادې نېټې وروسته به تر بلې اطلاع پورې ټولې سیاسي، اقتصادي، فرهنګي او کنسولي چارې ځنډول شوي وي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پرېکړه له جاپاني چارواکو سره په نږدې همغږۍ او د ۱۹۶۱ کال د ویانا ډیپلوماټیکو اړیکو د کنوانسیون له مخې شوې ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
همدارنګه خبرپاڼه کې د جاپان د حکومت او خلکو له دوامداره ملاتړ او همکارۍ مننه شوې.
توکیو کې د افغانستان سفارت زیاته کړې چې که څوک بېړنیو کنسولي خدماتو ته اړتیا لري، د ۲۰۲۶ کال د جنوري له ۳۱مې وړاندې دې، د سفارت د کنسولګرۍ څانګې ته مراجعه وکړي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.