Asset 1SWN

افغاني سرې میاشتې ټولنه: فعالیتونه مو ۳۰سلنه پراخ شوي

1000298631

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان وايي چې د تېرو دولسو میاشتو په موده کې یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې خپلې هڅې پراخې کړي او د بې‌وزلو، راستنېدونکو او د طبیعي پېښو د اغېزمنو خلکو لپاره یې د خدمتونو کچه تر ۳۰ سلنه لوړه شوې ده.

دوی په کندهار ښار کې د یوې خبري ناستې پرمهال د خپلو کړنو په اړه تازه معلومات وړاندې کړل. د یادې ټولنې د مسوولانو په وینا، دوی د خپلو نړيوالو شریکانو په مرسته توانېدلي چې د بې‌وزلو د لاسنيوي، د راستنېدونکو ملاتړ، روغتیايي خدمتونو او د طبیعي پېښو د اغېزمنو کسانو په برخه کې میلیونونو افغانانو ته مرستې ورسوي.

د سرې میاشتې د نشراتو ریاست غړی وحیدالله حیدر وايي: «موږ د هېواد په کچه د خپلو فعالیتونو د پراختیا لپاره هڅې کړې، او د تېر کال په پرتله سږکال مو شاوخوا ۳۰ سلنه زیات فعالیتونه ترسره کړي دي. دا پرمختګ د همکارو ادارو د ملاتړ او د ټولنې د رضاکارانو د هڅو پایله ده.»

په ورته مهال د سوېلي زون د سرې میاشتې ویاند شکېب حقاني زیاتوي: «موږ هڅه کوو د افغانستان هغو لرو پرتو سیمو ته هم ورسېږو، چې هلته خلک له بنسټیزو روغتیايي او بشري خدمتونو بې‌برخې دي. زموږ ټیمونه د عاجلو پېښو د مدیریت ترڅنګ د موسمي ناروغیو او ژمنیو اړتیاوو لپاره هم چمتووالی لري.»

د هلمند اوسېدونکی قسمت‌الله وايي: «سره میاشتې ټولنه ښه کارونه کوي، خو اوس د ژمي موسم را روان دی، او خلک د سون‌لرګیو او خوړو له کمښت سره مخ دي. حکومت او مرسته‌کوونکې ادارې باید مرسته وکړي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هلمند یو بل اوسېدونکی محمدقاسم هم ورته غوښتنه کوي: «موږ له ټولو غوښتنه کوو چې یا کاري فرصتونه راته برابر کړي، یا بشري مرستې، ځکه د اقتصادي ستونزو له کبله ډېری کورنۍ له سخت ژوند سره مخ دي.»

د سرې میاشتې مسوولان وايي، د روغتیا په برخه کې یې هم د پام وړ پرمختګ کړی.

د دوی د معلوماتو له مخې، په کور دننه یې د هغو ګڼو ماشومانو درملنه کړې چې د زړه د سوري ناروغۍ سره مخ وو، په داسې حال کې چې پخوا ورته ماشومان بهرنیو هېوادونو ته استول کېدل.

د افغاني سرې میاشتې ټولنه د بشري مرستو یو له پخوانیو او بااعتباره بنسټونو څخه ده چې له تېرو څو لسیزو راهیسې د جګړو، طبیعي پېښو او بې‌وزلي له اغېزو اغېزمنو خلکو ته د بیړنیو خدمتونو، درملنې او مرستو د برابرولو په برخه کې کار کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام