Asset 1SWN

د هلمند کروندګر: سږکال مو د ممپلیو حاصلات ښه دي

ممپلي- ممپلیو- پمپلي

د هلمند ډېری کروندګر وایي چې سږکال د ممپلیو حاصل د تېرکال په پرتله ښه دی، ځکه د ناروغیو پېښې کمې وې او موسم هم د دې فصل لپاره مناسب و.

د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، ممپلي د دې ولایت د نادعلي، نهرسراج او ګرشک ولسوالیو په زرګونو جریبه ځمکو کې کرل شوي او د کروندګرو د عاید یوه مهمه سرچینه هم ګڼل کېږي.

د هلمند د نادعلي ولسوالي یو کروندګر، محمدخان، د ممپلیو د حاصلاتو په اړه داسې وایي: «سږکال د ممپلیو حاصل ډېر ښه دی، د ناروغیو څخه خلاص وو، خو زموږ اصلي ستونزه د اوبو کموالی دی، د اوبو د کمښت له امله مو کار سخت روان دی.»

قدرت‌الله، بل کروندګر، بیا زیاتوي: «تېر کال زموږ پټي شپږ خرواره حاصل ورکړی و، سږ کال مو هماغه پټی نږدې دوه برابره حاصل کړی، تقریباً دولس خرواره شو.»

د هلمند د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د پلان او پروګرامونو د همغږۍ مدیر قاري شفیق‌الله مبین وایي، که څه هم سږکال د ممپلیو د کرکېلې اندازه یو څه کمه شوې، خو د لا ښه مدیریت، د ناروغیو پر وړاندې د مشورو او د اصلاح شویو تخمونو د کارونې له امله یې حاصل یوه اندازه زیاد شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړی وایي: «تېرکال په ۴۳۳۵ هکټاره ځمکه ممپلۍ کرل شوي وې چې نږدې ۱۵ زره او ۱۷۲ متریک ټنه حاصل ترې اخیستل شوی و، خو سږ کال چې په ۴۲۷۴ هکټاره ځمکه ممپلۍ کرل شوي، حاصلات یې شاوخوا ۱۵ زره او ۵۱۴ متریک ټنو ته رسېدلي دي.»

د ممپلیو حاصلات د تېرکال په پرتله شاوخوا ۲ اعشاریه ۲۵ سلنه زیات شوي دي، سره له دې چې د کرنې ساحه نږدې ۱ اعشاریه ۵ سلنه راکمه شوې ده.

د کرنې ریاست چارواکي وایي، د ممپلیو د ښه حاصل لپاره یې سږکال سلګونه کروندګرو ته فني مشورې ورکړي، د تخم د کیفیت څارنه یې کړې او د ناروغیو د مخنیوي لپاره یې مشورتي ډلې فعالې کړې دي.

د هلمند کروندګر بیا هیله لري چې که د اوبو ستونزه حل شي، د ممپلیو دا ګټور فصل به لا ډېر ښه حاصل ورکړي او د دوی اقتصادي حالت به هم ورسره ښه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام