Asset 1SWN

سلام وطندار

د امریکا دفاع وزیر: جنګ نه‌غواړو، خو له ګټو مو دفاع کوو

10be6011-5ae3-4dcb-a58f-11f05c4e8cea_16x9_1200x676

د امریکا د جګړې وزیر پیت هیګسټ وایي چې واشنګټن د جګړې د پیل نیت نه‌لري، خو د هند ـ ارام سمندر په سیمه کې به د خپلو ملي ګټو دفاع په پوره ځواک وکړي.

هغه دا څرګندونې د جمعې پر ورځ (لړم نهمه) د چین دفاع وزیر سره تر لیدنې وروسته پر خپله ایکس‌پاڼه کړې دي.

هیګسټ د سیمې د ځواک توازن د ساتنې پر اهمیت ټینګار کړی او د چین د فعالیتونو په اړه یې د چین سمندر او د تایوان شاوخوا سیمو کې اندېښنه څرګنده کړې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا د چین د دفاع وزیر، دونګ جون، له خپل امریکایي سیال سره د خبرو پرمهال ویلي چې دواړه هېوادونه باید د متقابل اعتماد د پیاوړتیا او د ابهامونو د له‌منځه وړو لپاره کار وکړي. د چین د دفاع وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دواړه خواوې باید د تفاهم «سمه لاره» ومومي.

دغه څرګندونې یوه ورځ وروسته له هغې شوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ سره په جنوبي کوریا کې لیدلي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام