Asset 1SWN

سلام وطندار

مجاهد: مجاهدین دې له نویو تحرکاتو ډډه وکړي

ذبیح‌الله مجاهد t78

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد وايي چې اسلامي امارت د پاکستاني پوځیانو تجاوز او د حریم نقض ته د ځواب ویلو حق ځان ته محفوظ ګڼي، خو د خپل مذاکراتي ټیم د حیثیت ساتلو او درناوی په منظور دې د اسلامي امارت مجاهدین له نویو تحرکاتو څخه ډډه وکړي.

نوموړي نن شنبه، تلې ۲۶مه پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د ملي دفاع وزارت د وزیر ملا محمدیعقوب مجاهد په مشري افغان پلاوی له پاکستاني لوري سره د خبرو لپاره دوحې ته تللی دی.

هغه لیکلي: «بلې خوا تېره شپه یوځل بیا د پاکستاني فوځیانو لخوا په پکتیکا کې په ملکي ځایونو هوايي بریدونه وشول چې یو تعداد ملکي هېوادوال په کې شهیدان او ټپیان شول. اسلامي امارت د پاکستاني فوځیانو متکرر جنایت او د افغانستان د حریم نقض په تر ټولو سختو ټکو غندي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


مجاهد همداراز زیاته کړې چې د پاکستاني رژیم دغه کړنې پارونکې او د جګړې د اوږدېدو لپاره هڅې دي.

پاکستان بېګاه شپه پکتیکا کې پر ملکیانو هوايي بریدونه کړي چې د چارواکو په وینا، تر دې مهاله ۱۲ کسان شهیدان او ۱۳ نور ټپیان دي.

په ټپیانو کې ماشومان هم شامل دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام