د تایوان ولسمشر «لایچینګته» وايي، که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وکولای شي، د چین ولسمشر شي جینپینګ وهڅوي چې د تاوتریخوالي له لارې د تایوان پر وړاندې له ګواښونو لاس واخلي، هغه به د نوبل د سولې جایزې مستحق وي.
لای دا څرګندونې له یوې امریکايي راډیو سره د مرکې پرمهال کړي او ټینګار یې کړی چې د امریکا ملاتړ د تایوان لپاره حیاتي اهمیت لري.
واشنګټن له تایوان سره رسمي اړیکې نهلري، خو د دې ټاپو تر ټولو لوی نړیوال ملاتړ کوونکی ګڼل کېږي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راپورونو له مخې، تمه ده ټرمپ او شي جینپینګ په روانه میاشت کې وویني، خو د تایوان خلک اندېښنه لري چې ټرمپ ښايي د پخوانیو ولسمشرانو په څېر د تایوان له دفاع کلک ملاتړ ونهکړي او د سوداګریزې معاملې په بدل کې پکن ته امتیاز ورکړي.
چین لا هم د ځواک له لارې د تایوان د نیولو له هڅو نهدی تېر شوی او پرلهپسې پوځي فعالیتونه د دغه ټاپو شاوخوا کوي.