Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانستان نن شپه بنګله‌دېش سره درېیمه شل‌اوریزه لوبه کوي

کرکټ

د افغانستان او بنګله‌دېش کرکټ لوبډلې نن یکشنبه خپله درېیمه او وروستۍ شل‌اوریزه لوبه ترسره کوي.

دغه لوبه د ماښام په ۷ بجو د متحده عربي امارتو په شارجې کرکټ لوبغالي کې ترسره کیږي.

بنګله‌دېش له دریو شل‌اوریزو لوبو لومړۍ او دویمه له افغانستان څخه ګټلي چې ورسره د افغان کرکټ لوبډلې په کمزورو او خرابو لوبو کولو د افغانانو نیوکې هم ډېرې شوي.

د افغانستان او بنګله‌دېش لوبډلې به له شل‌اوریزو لوبو وروسته ۳ یو ورځنۍ لوبې هم وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ویل شوي چې بنګله‌‌دېش سره کېدونکې لوبې د نړیوال جام لپاره د چمتووالي برخه ده.

د یادونې ده چې د افغانستان کرکټ لوبډله به روانه اوکټوبر میاشت کې زیمبابوې سره هم ٣شل‌اوریزې او یوه ټسټ لوبه ولري.

د دواړو لوبډلو ترمنځ یوازېنۍ ټېسټ سیالي به د اکټوبر په شلمه نېټه پیل شي چې ورپسې به د همدې میاشتې په ۲۹مه، ۳۱مه او د راتلونکې نومبر میاشتې په دویمه نېټه درې شل اوریزې سیالۍ ترسره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام