Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې ۱۰۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې

لوګر کې زر کورنیو ته د څښاک اوبه

د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست مسوولان وایي، د دغه ولایت په خوښۍ ولسوالي کې د څښاک پاکو اوبو رسولو درې شبکې بیارغول شوي.

د دغه ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نائب‌خېل سلام‌وطندار ته وویل، د اوبو رسولو دغه شبکې د کلیو پراختیا وزارت په مالي ملاتړ د دریو میاشتو په ترڅ کې بیارغول شوي چې له ګټې اخیستنې وروسته شاوخوا ۶ سوه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړ.

هغه وویل: «دغه پروژه کې د اوبو د دریو سرچینو بیارغونه، د اوبو د دریو ذخیرو جوړول، ۱۲۲ د اوبو نلکیو او ۵۲ سولر تختو نصبولو شاملیږي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نائب‌خيل زیاته کړه چې د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست له لوري مرکز پل‌علم او محمداغې او بره‌کي‌برک ولسوالي کې هم د څښاک پاکو اوبو رسولو ۲۰ نوې څاه‌ګانې کیندل شوي او شاوخوا ۴۰۰ کورنیو ته یې د څښاک پاکو اوبو رسولو اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د لوګر مسوولانو د څښاک پاکو اوبو رسولو د دغو جوړو شویو شبکو لګښت په اړه څه نه دي‌ ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام