Asset 1SWN

د هرات ـ خواف د اوسپنې پټلۍ څلورمې قطعې د دویم فاز چارې پيل شوې

G0yNntsXkAAkBJL

د ټولګټو وزارت په څه باندې ۵۴ میلیون ډالرو د هرات ـ خواف د ۴۷ کيلومتره اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دویم فاز عملي چارې پیل کړې.

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د يادې پروژې د پرانیستې مراسمو کې وویل، د دې برخې په بشپړېدو سره به د هرات ـ خواف د اوسپنې پټلۍ پروژه په بشپړه توګه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

هغه هيواد کې د اوسپنې پټلۍ شبکې پر اهميت او پراختيا ټینګار وکړ او ویې ویل، د هرات ـ خواف لار په بشپړ ډول ګټې اخيستنې سره به افغانستان د منځنۍ آسیا، سویلي آسیا او منځني ختیځ ترمنځ په نښلونکې څلورلارې بدل شي.

د نوموړي په خبره، د يادې پروژې لګښتونه د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري برابرېږي چې په بدل کې به يې د بامیان د یکاولنګ ولسوالي د جست او سرب له کان څخه استفاده وشي او چارې به يې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي.

د هغه په وينا، ډېر ژر به د هرات – تورغونډۍ او هرات – سپین بولدک د اوسپنې پټلۍ کارونه هم پیل شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د هرات والي شیخ مولانا اسلام ‌جار وايي، د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ په څېر پروژو سره به هرات په یو ترانزيټي څلورلارې او د سوداګریزو توکو د تبادلې پر مرکز بدل شي او د مزار ـ هرات او خواف ـ هرات لارې کولی شي د سیمې هېوادونه د یوې لنډلارې په توګه سره ونښلوي چې دا د هرات لپاره لویه تجارتي ګټه ده.

د پرانيستي پروژې مدیر عبدالقاهر بکتاش وايي، دا پروژه په درېیو ساحو کې عملي کېږي او ټولټال ۴۷کیلومتره اوږدوالی لري، د پروژې لاره له ده ‌سرخ سیمې پیل کيږي او تر هرات صنعتي ښارګوټي پورې غځېږي چې په ۲۴ کاري میاشتو کې به يې چارې بشپړې شي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې رئیس محمد ناصر امین وايي: “دا پروژه به په مستقیم ډول د هرات پر صنعت او سوداګرۍ مثبت اغېز وکړي، ځکه له بندر عباس څخه د یو ټُن مال لېږد ۱۳۰ ډالره؛ یا تر دې ډېر لګښت درلود، چې د دې مسير په فعالېدو سره به دغه لګښت ۴۰ ډالرو ته راکم شي.”

د يادونې ده چې د هرات ـ خواف اوسپنې پټلۍ ټولټال ۲۲۶ کیلومتره اوږدوالی لري چې ۷۷ کیلومتره یې د ایران په خاوره او پاتې ۱۴۹کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې موقعیت لري.

بايد وويل شي چې د هرات ـ خواف د اوسپنې پټلۍ په بشپړېدو سره به د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد – رالېږد نرخونه راکم شي چې دا به د دواړو هېوادونو او سيمې ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د ودې لامل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام