نن (پنجشنبه، د سپټمر ۱۱مه) د امریکا د دفاع وزارت د پنټاګون پر ودانۍ او نیویارک کې پر سوداګریزو برجونو د بریدونو ۲۴مې کلیزې سره برابره ده.
د ۲۰۰۱ کال د سپټامبر په ۱۱مه القاعده شبکې په څو الوتکو سره د امریکا نیویارک ښار کې سوداګریز برجونه په نښه کړل چې پایله کې یې څه باندې ۳ زره کسان ووژل شول.
امریکا د دې برید مسووله القاعده ډله وبلله او هغه مهال د دې ډلې مشر اسامه بن لادن افغانستان کې اوسېده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
امریکا ته د بنلادن د ورسپارلو په اړه د اسلامي امارت مخالفت لامل شو چې د متحده ایالتونو د هغه وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش د نړیوالې ټولنې په ملاتړ افغانستان ته ځواکونه واستوي.
خو ۲۰۲۱ کال کې د جمهوري نظام په نړېدو سره امریکايي ځواکونه هم له نژدې نژدې دوه لسیزې حضور وروسته، هېواد څخه ووتل.
په ټولنیزو شبکو کې ګڼو امریکايي فعالانو د دغې ورځې یادونه کړې او دغه ورځ یې د امریکا لپاره یوه توره ورځ یاده کړې ده.