لغمان کې مېرمنو ته د رسمي زدهکړو چاپېریال تر ډېره محدود دی، خو راډیو او ټلوېزیون بیا دغه ولایت کې د خلکو عامه پوهاوي برخه کې د پام وړ وسیلې بلل کېږي. دغه رسنۍ نه یوازې مېرمنو ته دا امکان ورکوي چې دیني، روغتیايي، روزنیزې او حقوقي معلومات تر لاسه کړي، بلکې کورنۍ او ټولنه کې د دوی د ونډې پر لیدلوري هم اغېز لرلی شي.
۳۵کلنه حلیمه چې د لغمان اوسېدونکې ده، سلاموطندار ته وویل: «زه ډیری وخت راډیو اورم، له سهار تر ماښامه، هممهاله د کور کارونو سره. زه په ځانګړي ډول د روغتیايي، ماشومانو د روزنې او دیني پروګرامونو مینهواله یم. رادیو ذهن تازه کوي او د نویو معلوماتو او پوهې درک زیاتوي. له رادیو مې زدهکړي چې ښځه یوازې د کورنۍ کارونو مسؤل نه ده، بلکې باید د خپلو اولادونو په روزنه او په ټولنه کې په مثبتو فعالیتونو کې هم ونډه واخلي. زه د ماشومانو په روزنه کې د جنس پر اساس توپیر نهلرم او هلکان او نجونې دواړه په مساوي توګه تربیه کوم.»
د لغمان اوسېدونکې ۲۶کلنه زرمینه چې یوازې رادیو ته لاسرسی لري، وایي: «زما خاوند اجازه نهراکوي چې تلویزیون وګورو، خو رادیو ته اجازه راکوي. رادیو زما لپاره لکه یو ښوونځی دی. ما د مور روغتیا، د ښځو حقوقو او د روزنې په اړه ډېر څه زدهکړي دي. اوس زه ډېره پوهه شوې یم چې ښځه باید خپل ځان ته ارزښت ورکړي او خپله ونډه په کورنۍ کې په ښه توګه ترسره کړي.»
ناهیده چې ۳۵ کلنه او د لغمان د قرغهيي ولسوالي اوسېدونکې ده، وایي: «زه بېسواد یم، خو تلویزیون زما لپاره ډېر ګټور ثابت شوی دی. د خیاطۍ، پخلي او دیني پروګرامونه ډېر ګورم. تلویزیون وهڅولم چې سواد زدهکړم؛ اوس کولای شم ولولم او ولیکم. مخکې مې فکر کاوه چې ښځه یوازې د کور کار باید وکړي، خو اوس مې له تلویزیون زدهکړل چې ښځه کولای شي په اولادونو روزنه، د کورنۍ پر پرېکړو او حتی په ټولنه کې فعاله ونډه ولري.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلخوا، ځوان نسل چې د لیدیزو رسنیو او ټولنیزو شبکو سره زیات تماس لري، هم د تلویزیون د مثبتې اغېزې په اړه خبرې کوي.
۱۸ کلنه شبنم د لغمان د مرکز مهترلام ښار اوسېدونکې ده.، هغه وایي: «زموږ په کور کې هم رادیو او هم تلویزیون شته، خو زه زیاتره له تلویزیون څخه ګټه اخلم. زه د زدهکړې، علمي، کورنۍ او هڅوونکو پروګرامونو مینهواله یم. د تلویزیون او ځینې وخت رادیو له لارې مې ډېر څه زدهکړي؛ لکه د رواني روغتیا، د مطالعې طریقې، د ښځو حقوق او د هغوی ټولنیز رول. زه باور لرم چې هره نجلۍ که هڅه وکړي، بریالۍ کېدای شي. اوس مې فکر دی چې هېڅ محدودیت د پرمختګ مخه نه نیسي، یوازې اراده باید وي.»
ارواپوه او د پوهنتون استاد محمدرسول نظري، وایي چې رادیو او تلویزیون د معلوماتو او پوهاوي یوه وسیله ده، په ځانګړې توګه د هغو ښځو لپاره چې له دې لارې لومړی پوهاوی ترلاسه کولای شي او بیا خپل لید او چلند د کورنۍ او ژوند پر وړاندې بدلولی شي.
هغه زیاتوي: «رادیو او تلویزیون کولای شي په ټولنه کې ډېر قوي تربیهییز او رواني رول ولوبوي، په ځانګړي ډول د هغو ښځو لپاره چې رسمي زدهکړو ته لاسرسی نهلري. کله چې ښځه د خپلو حقوقو او مسؤلیتونو په اړه پوهه شي، نو د ځان، کورنۍ او ټولنې په اړه یې لید بدلیږي. دا پوهاوی په اوږدمهاله کې کولی شي د کورنۍ دننه تشدد کم کړي او د راتلونکې نسل په روزنه کې وده راولي.»
د رسنیو د چارو کارپوه رفیعالله کوچی وایي: «رادیو د ښځو د پوهاوي لپاره خورا مهم دی او تلویزیونونه هم ځانګړی اهمیت لري. کله چې ښځې خپرونه اوري یا ګوري، په تلویزیون کې د تصویر له لارې ښه پوهه ترلاسه کوي. رادیو ساده، ارزانه او په هر ځای کې اورېدلی کېږي. په هغو لروپرتو سیمو کې چې خلک تلویزیون ته لاسرسی نهلري، د رادیو له لارې کولای شي، تعلیمي او روغتیایي خپرونې واوري. زما په اند رادیو په ځانګړي ډول د لغمان د ښځو لپاره خورا ګټوره وسیله ده، ځکه چې دلته ډېری تلویزیونونه فعال نهدي.»
د لغمان د ښځو تجربه ښيي چې رادیو او تلویزیون، که څه هم ساده وسیلې دي، خو خورا اغېزمنې ثابتې شوې دي. دغو رسنیو د پوهاوي، زدهکړې او ځواکمنۍ یوه کړکۍ پرانیستې، په ځانګړي ډول هغو ښځو لپاره چې له رسمي زدهکړو محرومې دي. دغه رسنۍ نه یوازې د ښځو پوهاوی لوړ کړی، بلکې په کورنۍ او ټولنه کې یې د هغوی رول هم پیاوړی کړی دی.
کارپوهان باور لري چې د رسنیو سمه استفاده کولای شي، د کورنیو دننه د تاوتریخوالي کمښت، د سواد وده او د ښځو رواني او ټولنیز وضعیت ښه کولو کې مرسته وکړي.
سره له دې چې په ځینو سیمو کې لاهم ستونزې لکه د برښنا نشتوالی، بېوزلي یا فرهنګي محدودیتونه موجود دي، د لغمان د ښځو تجربه ښيي چې حتی محدود لاسرسی هم کولای شي، د بدلون لپاره لاره پرانیزي.