Asset 1SWN

کندوز کې د شمال‌ختیځ زون د رواني ناروغانو د درملنې مرکز پرانېستل شو

1000228084

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د شمال‌ختیځ ساحوي زون عملیاتي امر، عبدالله هجران وايي چې په کندوز کې د شمال‌ختیځ زون لپاره ځانګړی رواني روغتیايي مرکز په رسمي توګه پرانستل شوی دی.

 د هجران په خبره، دا مرکز د هغو کسانو لپاره جوړ شوی چې له رواني ستونزو سره مخ دي او موخه یې د معیار لرونکو او تخصصي روغتیایي خدماتو وړاندې کول دي.

د شمال‌ختیځ زون د افغاني سرې میاشتې ټولنې د رواني روغتیا مرکز مسوول ډاکټر محمدنواب مهربان وايي چې د مرکز له پرانیستې وروسته د شمال‌‌ختیځ ولایتونو ناروغان کولای شي، له تشخیص، مشورې او درملنې خدماتو ګټه واخلي.

هغه زیاته کړه چې مرکز دوه درملنیزې څانګې  OPDاو   IPD لري چې هره څانګه د ۲۰۰ بستر ظرفیت او په ټولیز ډول ۴۰۰ بستره د رواني ناروغانو لپاره په  شمال‌ختیځ زون کې برابر شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


مهربان څرګنده کړه چې تراوسه د IPD څانګې په ۱۴ ناروغانو او د OPD له لارې له ۱۴۰۲کال د منځنۍ نیټې راهیسې شاوخوا ۹۲۹ ناروغانو ته د درملنې خدمتونه وړاندې شوي دي..

نوموړي همداراز یادونه وکړه چې دا مرکز په ۱۴۰۱کال کې جوړ شوی او د ۱۴۰۲کال له منځنۍ نیټې راهیسې یې د OPD خدمتونه پیل کړي وو او اوس د IPD څانګه هم فعاله شوې، څو هغه ناروغان چې د کندوز ښار د امربالمعروف ریاست له لوري راټول شوي، دلته درملنه شي.

مسوولان ټینګار کوي چې د داسې تخصصي مرکز پرانسته د رواني روغتیا د ښه‌کولو او د ټولنې په کچه د رواني ناروغیو له امله رامنځته‌کېدونکو ټولنیزو ستونزو د کمولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام