Asset 1SWN

هلمند کې په پراخه اندازه نشه‌يي توکي او کارخونې یې له‌منځه وړل شوي

هلمند

د هلمند امنيه قومنداني د تېرې یوې اوونۍ په اوږدو کې د نشه‌يي توکو پر ضد د ترسره شويو عملياتو پرمهال په لښکرګاه ښار او يوشمېر ولسواليو کې سلګونه کيلوګرامه نشه‌يي توکي او د پروسس وسايل او څو کارخانې کشف او له‌منځه وړي دي.

د امنيه قومنداني وياند ملا عزت‌الله حقاني د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي: «په عملياتو کې د نشه‌يي توکو شپږ د پروسس کارخانې چې درې ژرندې هم په‌کې شاملې وې ـ کشف او له‌منځه يوړل شوې. له دغو کارخانو څخه ۷,۳۲۰ کيلوګرامه بیست، ۵۷۵ کيلوګرامه نشادر، ۲,۸۵۰ کيلوګرامه اهاک، ۳۹۰ کيلوګرامه ټابلیټ‌کا ګولۍ، ۷۵.۵ کيلوګرامه خټه، ۲۸۴ ګرامه هيروئين، ۴,۵۹۵ کيلوګرامه مايع تریاک او ۸۰.۱۰ ګرامه ښيښه‌، نشه‌يي توکي ترلاسه شوي دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


حقاني زياته کړه چې د دغو نشه‌يي توکو او کارخانو په تړاو اووه تورن کسان نيول شوي چې دوسيې يې عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوې دي.

سربېره پر دې، د نشه‌يي توکو سره د مبارزې مديريت منسوبينو په بېلابېلو ولسواليو کې ۲۵ روږدي کسان هم نيولي او د درملنې په موخه روغتيايي مرکزونو ته لېږدولي دي.

د يادونې وړ ده چې د هلمند چارواکو تر دې وړاندې هم د ورته عملياتو او د نشه‌يي توکو د نيولو راپورونه ورکړي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام