Asset 1SWN

روسیې زلزله‌ځپلو سره د مرستو دویمه جوپه کابل ته را استولې

G0TEiQPWAAA1VMB

د روسیې بېړنیو حالتو وزارت ویلي، د افغانستان زلزله‌ځپلو لپاره د بشري مرستو دویمه جوپه یې کابل ته لېږلې.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، په دې ۲۰ ټنه مرسته کې خېمې او کمپلې شاملې دي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په امر استول شوي.

د یادونې ده چې روسیې له دې وړاندې هم د هېواد په ختیځ کې د زلزله‌ځپلو لپاره ۲۰ ټنه بشردوستانه مرسته افغانستان ته را استولې وه.

سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې روسیې له دې وړاندې هم د هېواد په ختیځ کې د زلزله‌ځپلو لپاره ۲۰ ټنه بشردوستانه مرسته افغانستان ته را استولې وه.

د دې ترڅنګ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت هم د کونړ زلزله ځپلو ته د بېړنیو مرستو د لیږلو خبر ورکړی.

د کونړ له زلزلې څخه ۸ ورځې تېریږي او خلک لاهم د اوبو، خوړو، خیمو، کمپلو او درملو په ګډون بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د راپورونو له مخې، تر اوسه پورې د هېوادونو او ملګرو ملتونو له خوا د کونړ زلزله ځپلو ته ۲۹ میلیونه ډالره ځانګړي شوي دي.

په کونړ کې د ريښتر په کچه د ۶ درجې په ځواک سره شوې زلزلې تر اوسه له ۲۲۰۰ څخه د ډېرو کسانو ژوند اخیستی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام