د کندهار ځايي مسوولان وايي، د میلیونونو افغانیو په ارزښت یې سل ټنه درمل، خوراکي او غیرخوراکي توکي سوځولي.
د کندهار د مستهلکینو کمیسیون مشر احمدالله حقاني وايي، دغه توکي د تېرو دريو میاشتو په موده کې د دغه ولایت په بېلا-بيلو برخو کې نيول شوي وو.
د هغه په خبره، له دې وروسته هغه سوداګر او پلورنکي محکمې ته سپاري چې له يو ځل زيات يې پلورنځي کې بېکېفيته يا تاريخ تېره توکي وموندل شي.
ده وویل: «هغه سوداګر او پلورنکي به له دې وروسته محکمې ته سپاري چې تر یو ځل زيات يې پلورنځي کې تر وخت تېر يا هم ټيټه کيفيته توکي وموندل شي.»
د کندهار اوسېدونکي له ښاره د ټيټکېفيته خوراکي او غيرخوراکي توکو د ټولونې له بهيره هرکلی کوي او د هغو سوداګرو پر وړاندې د جدي چلند غوښتنه کوي چې دغه توکي واردوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د کندهار دوو اوسېدونکو محمد او عبدالکريم وویل: «موږ له ښار څخه د ټيټ کېفيته خوراکي او غيرخوراکي توکو د ټولونې هرکلی کوو او له چارواکو غواړو چې د هغو سوداګرو پر وړاندې جدي چلند وکړي چې دا توکي واردوي.»
«د خلکو روغتيا او د خوړو خوندیتوب د جدي څارنې غوښتنه کوي، له همدې امله باید د ښار هټۍ او راتلونکې توکي هره ورځ په دقت وڅارل شي.»
د مسوولانو په خبره، د کندهار د یولسو ریاستونو له غړو جوړ د مستهلکينو کمېسيون د خلکو د روغتيا او د خوړو د خونديتوب په موخه هره ورځ ښاري هټي او ښار ته راتلونکې ټول خوراکي او غير خوراکي توکي په جدي توګه څاري.