د قطر بهرنیو چارو وزارت ویلي چې څلورو الوتکو کې یې د کونړ او ننګرهار زلزله ځپلو ته بشري مرستې استولي.
د دغه وزارت اعلامیه کې کې راغلي چې مرستو کې یې خوراکي توکي، درمل او سرپناه شاملیږي چې تېره ورځ چهارشنبه کابل ته رسېدلي.
دغه مرستې د نړیوالو همکاریو په چارو کې د قطر د دولت وزیرې مریم بنت علي بن ناصر المسند په مشرۍ د یوه پلاوي له لوري لېږدول شوي.
مریم بنت علي ناصر المسند وویل: «دا راته یو لوی ویاړ دی، چې په دې ماموریت کې د خپل هېواد استازیتوب کوم او خپل پیغام نړۍ ته رسوم. له نورو سره مرسته کول او د اړمنو خلکو ژغورل مو داسې ژمنه ده چې رښتیني بشري ارزښتونه مو ځلوي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ټاکل شوې د قطر دغه مرستې د هېواد په ختیځ کې ۱۱ زره زلزله ځپلو ته ووېشل شي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د دوشنبې شپې زلزلې یوازې په کونړ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴۱۱ کسان مړه او ۳۱۲۴ نور ټپي کړي او څه باندې پنځه زره استوګنیز کورونه په بشپړ او نیمه بشپړ ډول وېجاړ کړي دي